د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۴

نیویارک ټایمز: د امریکا پوځ داعش لوېدیځ ته ګواښ ګڼي، خو استخبارات یې ورسره موافق نه دي


نیویارک ټایمز:

د امریکا پوځ داعش یا اسلامي دولت د لوېدیځ لپاره ګواښ ګڼي، خو استخباراتي چارواکي له دې نظر سره موافق نه دي.

په دې موضوع نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکنه خپره کړې چې پکې لولو: د امریکا جګپوړي پوځي او استخباراتي چارواکي په دې له یو بل سره ژور اختلاف لري چې په افغانستان کې داعش لوېدیځ ته څومره خطر پېښولی شي.

ورځپاڼه وايي، دا اختلاف په داسې حساس وخت کې دی چې د ټرمپ حکومت په دې بحث کوي چې ایا امریکايي پوځیان د افغانستان له اتلس کلنې جګړې وروسته په دې هېواد کې پاتې شي او که نه شي؟

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ قوماندانان په دې هېواد کې د داعش ستونزه د امریکا لپاره مخ په زیاتېدو بولي او وايي چې دا ډله د متحدو ایالتونو په شمول په لوېدیځو هېوادونو کې د حملو د هدایت کولو او تشویقولو وس لري.

خو په واشنګټن کې استخباراتي چارواکي له دې نظر سره موافق نه دي او استدلال کوي چې داعش نړۍ ته د ترورېزم د صدور توان نه لري.

دوی باور لري چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله چې ځان ته د خراسان څانګه وايي، یوه سیمه ییزه ستونزه ده او ګواښ یې د لوېدیځ په پرتله طالبانو ته ډېر متوجې دی.

ورځپاڼه په عین حال کې لیکي چې پنتاګون او د امریکا استخباراتو له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د قوت او په افغانستان کې د دې ډلې د جګړې د اغېز پر سر اختلاف درلود.

نیویارک ټایمز لیکي، دا چې ایا په افغانستان کې ترورېستي ضد ځواک وساتل شي او که نه، د جګړې د راتلونکې په اړه د ټرمپ د حکومت د داخلي بحثونو مرکزي موضوع ده.

ورځپاڼې د افغانستان د ځانګړو پولیسو د قوماندان برید جنرال احمد عزیز په قول ویلي چې د داعش ډلې بریدونه زیات شوي او دا ډله د خپرېدو په حال کې ده.

ده د مې په میاشت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت حملې ته اشاره کړې چې داعش یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

ګڼو امریکايي او اروپايي ورځپاڼو د جولای په میاشت کې د یو نیم زر ملکي افغانانو د وژل کېدو او ژوبلېدو په اړه راپورونه او تبصرې خپرې کړي دي.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ دا ارقام خپاره کړل او ویې ویل چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې له میاشتې را په دې خوا افغان ملکیانو ته دومره مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې افغانانو ته دومره زیاته مرګ ژوبله له دې سره سره اوښتې چې د سولې هیلې ورکول کېږي.

په دې موضوع مو په تېرو دوو ورځو کې ډېر څه لرل. د افغانستان په اړه بله موضوع د خیالي سرتېرو ده چې میلټري کام پرې راپور خپور کړی دی.

میلټري کام:

میلټري کام ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان په اردو کې یو شمېر سرتېري په داسې حال کې خیالي ثابتېږي چې په دې هېواد کې د دولت وسله والو مخالفانو حملې ډېرې کړي، ښوونځي بندېږي او په یو شمېر ولسوالیو کې خو حتی هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه شي تللی.

میلیټري کام وايي، دا هغه خبرې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په درې میاشتني راپور کې بیان شوي او د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته وړاندې شو.

په دې ۲۷۰ مخیز راپور کې ویل شوي چې د مارچ له لومړۍ د مې تر ۳۱مې پورې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفو ډلو ۶ زره ۴۴۵ حملې کړي چې د ورتېرو ۳ میاشتو په پرتله په سلو کې ۹ زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG