د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۱

چارواکي: په لوګر کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي


د لوګر مرکز پل علم

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د ولایت مرکز پل علم ته څېرمه لږترلږه ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویندوی شاه پور احمدزي نن یکشنبه وویل، دا کسان په هغو هوايي بریدونو کې ووژل شول چې د پل علم په اړونده الوزیو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د ملاتړ لپاره وشول.

د احمدزي په وینا، طالبانو په الوزیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG