د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د کابل چاپ د نننیو ګڼو په تبصرو کې څه دي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې پروسې او د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر:

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ پرون بیا په قطر کې خبرې پیل شوې او ویل کېږي چې دا به برخلیک ټاکونکې خبرې وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له وروستیو بدلونونو سره سره بیا افغان حکومت لاهم ناراضه ښکاري او پر دې ټينګار کوي چې طالبان دې ورسره د حکومت په حیث خبرې وکړې.

د سرمقالې د لیکوال په باور، وروستیو مسایلو ته په کتو ښایي د عملي سولې په برخه کې یوه دسیسه هم دا وي چې د امریکا او طالبانو د خبرو له بریا سره سره، افغانان خپلمنځي ستونزه حل نه شي کړای او په وینا یې چې ممکن دا یو پلان شوی کار وي او ځنیو اړخونو ته به دنده هم ورکړل شوې وي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، کله چې افغانان خپلمنځي ستونزې نه شي ختمولی او پر یو نظام او قانون نه شي سره جوړېدلی، نو بهرنیانو ته به یوځل بیا د مداخلې زمینه برابریږي او هغوی به د خپلو موخو لپاره ستونزې پراخوي.

دنیا:

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ایا د سولې په برخه کې معامله روانه ده چې ټرمپ د افغانانو ذهن بل لوري ته اړول غواړي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې یوځل بیا تکرار کړي او ویلي یې دي چې که وغواړي دغه جنګ په درې یا څلورو ورځو کې ګټلی شي، خو په وینا یې چې نه غواړي لس میلیونه وګړي ووژني.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په دې حساس وخت کې چې د سولې ترعنوان لاندې مذاکرات روان دي، ولې ټرمپ دغه ډول څرګندونې کوي؟ امریکا د دغه شان څرګندونو له کولو څه هدف لري؟

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي چې ایا له طالبانو او پاکستان سره د سولې په برخه کې کومه معامله جریان لري چې غواړي په دغه شان څرګندونو د افغانانو پام بلې خواته واړوي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس را اوږد شي، که کوم بل هدف دی؟

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، ټرمپ د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین کوي، خو په وینا یې چې امریکا باید دا ومني چې د ترهګرۍ پرضد د نیمګړې مبارزې پرېښودل، ستر تاریخي او نه جبرانېدونکې تېروتنې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ترهګري د امریکا تر سترګو لاندې او ان د هغوی پر پیسو او تجهیزاتو بېرته په پاکستان کې راژوندۍ شوې او د پاکستان د دوه مخې پالېسۍ له امله امریکا په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له ناکامۍ سره مخ ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د سولې په تړون کې باید بیړه ونه شي، بلکې داسې سوله وشي چې د افغانانو وروستۍ لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، له طالبانو سره د امریکا توافق کولی شي چې د امریکا جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو دا هم کولای شي چې ترورېستان نور پیاوړي کړي او افغانستان د کلونو لپاره یوځل بیا د جګړې په لور پورې وهي او په نتیجه کې یې امریکا اړه شي چې یوځل بیا خپل ځواکونه افغانستان ته را ولېږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکي، ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په شک کې دي چې ترسره به شي او که نه، خو د انتخاباتو چاپېریال او د کمپاین پیل، عملاً د دې پروسیې لوړې او ژورې ثابتوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې او انتخاباتو هممهاله او پر یوه وخت مطرح کېدل او د تېرو بدنامو انتخاباتو بې خونده بهیرونه د دې سبب شوي چې انتخاباتي کمپاین ډېر پیکه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG