افغانستان
چارواکي: په فراه کې په هوايي حمله کې لسګونه طالبان وژل شوي
په فراه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند محب الله محب پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو په حمله کې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبان والي ملا عبدالرحمن چې په ملا مشر مشهور و، وژل شوی دی.
محب الله محب ادعا کړې چې دا عملیات د جمعې په شپه شوي او سلګونه وسله وال طالبان په کې وژل شوي او تر ۵۰ زیات زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو یوازې د ملا مشر د وژل کېدو خبر تأیید کړی دی.
د فراه د والي ویاند وايي چې هوايي حملې په بکوا ولسوالۍ کې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایران کې د طالبانو د لوړو زده کړو پر وزیر انتقادونه شوې
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د سفر پرمهال د دغه هیواد د علومو له وزیر حسین سیمایي صراف سره لیدلي دي او هغه ترې پوښتنه کړې ده چې دا ممکنه ده چې د یوه هیواد نیمایي کسان حذف شي.
د ایران ایلنا خبرې اژانس د ښاغلي سیمایي خبرې رااخیستې دي چې ندا محمد ندیم ته یې ویلي دي چې د ایران په پوهنتونونو کې نجونې او هلکان یوځای درس وایي او په دین او روایتونو کې د ښځې او نر ترمنځ هیڅ توپیر نه شته.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي بي بي سي ته ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نه دې شوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د اونۍ په پيل کې د نژدې یوې اونۍ په مخه ایران ته په سفر تللی دی.
د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو ته استول شوی پرانیستی لیک: له خطرسره مخامخ افغانان دې ژرتر ژره جرمني ته ولیږدول شي
د بشري حقونو په ګډون څه باندې ۲۵۰ سازمانونو پرون سې شنبې د جرمني حکومت ته په یوه استولي پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې ټول هغه له خطرسره مخ افغانان ژر ترژره جرمني ته ولیږدوي چې مخکې ورسره د منل کیدو ژمنې شوې دي.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې دغو سازمانونو په دغه لیک کې چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې څخه یې یوه ورځ مخکې د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په نومونو استولی، ویل شوي: "اوس خپل ټول توان وکاروئ چې هغه افغانان چې د منلو ژمنې ورسره شوي د دي کال تر پای ته رسیدو مخکې جرمني ته ولیږدي."
د جرمني ایتلافي حکومت د مې میاشتې په پیل کې له افغانستان څخه د خلکو د منلو پروګرامونه ځنډولي وو.
خو په وروستیو اوونیو کې، جرمني په څو الوتنو کې هغه افغانان چې په محکمو کې یې دعواوې ګټلې وې، له پاکستانه هغه هیواد ته ولیږدول. د راپورنو له مخې نژدې ۱۹۰۰ افغانان لا هم دې ته منتظردي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته ولیږدي.
په دوی کې هغه پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ هم شامل دي چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې یې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.
په دغه لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د جرمني حکومت ته پکارده چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې له خپلو ټولو امکانانو کارواخلي ترڅو ډاډ حاصل شي چې پاکستان له خطرسره مخ افغانان د هغوی د کیسونو تربشپړېدو پورې بیرته افغانستان ته ونه لیږي.
چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل منځني اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل منځني اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د چین د سینهوا خبري آژانس د راپورله مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند کوجاکین Guo Jiakun پرون سې شنبې د ډسمبرپه نهمه په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ د ډسمبرپه پنځمه بیا نښتې شوې چې یوشمیرکسان پکې وژل شوي، وویل، پاکستان او افغانستان باید خپل اختلافات د خبرو او سلامشورو له لارې حل کړي، خپل ترمنځ کړکیچ کم کړي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په ګډه کاروکړي. هغه زیاته کړه، پاکستان او افغانستان د چین د اوږدې مودې دوستان اوداسې ګاونډیان دي چې له یوبل څخه ځان نشي لیرې کولی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګاروکړچې چین چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره یوځای کار وکړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او پراختیا لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. که څه هم ظاهراً چین تراوسه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روان کړکیچ د هواري لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو کوربه توب ندی کړی خو په دې برخه کې د قطرپه ګډون د سیمې د یوشمیرنورو هیوادونو هڅو تراوسه پورې کومه نتیجه نده ورکړې. له هغې راهیسې چې د اوکتوبرمیاشتې په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې تړلي دي.
په پنجشیر کې د چاودنې په اړه ضد ونقیضې څرګندونې
د یوشمیر رسنیو له خوا د هغو راپورونو له خپریدو وروسته چې وایي په پنجشیرکې تیرماښام په دوو چاودنو کې یوشمیرطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې د یوې چاودنې پخلی کړی خو دا یې نده تایید کړې چې طالبانو ته دې پکې مرګ ژوبله اوښتي وي. دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ازادي راډیو ته وویل، داسي ښکاري چې پیښه د هغو چاودیدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې شوې چې کان کیندونکو کانونو ته لیږدول. دې سرچینې داهم ویلي چې چاودنه داسې سیمه کې شوې چې هلته څوک نه و.
یوشمیر کورنیو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي چې د پنجشیر په دره عبدالله خیل ولسوالۍ کې تیرماښام د طالبانو په یوه قرارګاه کې چاودنې شوې چې په ترڅ کې یې اته طالبان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. ازادي راډیو نشي کولای په خپلواکه توګه په دې چاودنه کې طالبانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا سبا چهارشنبې د افغانستان پروضعیت خبرې کوي
ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا سبا چهارشنبې د ډسمبر په لسمه په یوه غونډه کې په افغانستان کې روان وضعیت وڅیړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه دفتریوناما په وینا داغونډه به د کابل په وخت د ماښام په اونیمو بجو جوړه شي. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي خو د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه دا غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره په یوه وخت جوړوي چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې وضعیت ډیرناوړه بلل شوی دی.
د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو ډلو ویلي چې په دې هیواد کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې دوام لري. له شپږم ټولګي ورپورته ټولګیو ته د نجونو د ورتګ مخه نیول شوې او ښځې او نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي. پردې سربیره ښځې د ټولنې په ډیرو برخو کې له فعان ګډون څخه محرومې شوې دي.
د بشري حقونو ډلې: د جرمني حکومت دې د روان کال ترپایه له پاکستان څخه ټول هغه افغانان جرمني ته ولیږدوي چې له مخکې منل شوي و
له ۲۵۰ څخه زياتو د بشري حقونو ډلو او نورو غير حکومتي سازمانونو د سې شنبې په ورځ د جرمني له حکومت څخه يو ځل بيا وغوښتل چې هغه سلګونه افغانان جرمني ته انتقال کړي چې په پاکستان کې بند پاتې دي او برلين هغوی ته پناه ورکړې وه.
دغه بنسټونه، چې پکې د امنیستي انټرنشنل، سیف د چلډرن، هيومن رايټس واچ او د کليساګانو ډلې شاملې دي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان له پاکستان څخه د دې کال تر پای ته رسیدو مخکې جرمني ته ولیږدوي.
د دغو ډلو په وینا دغه کسان بايد په راتلونکو اونيو کې انتقال شي تر څو افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د طالبانو له لوري د احتمالي ځورونې څخه خوندي پاتې شي.
دغه افغانان د جرمني د پخواني حکومت له خوا د کډوالۍ د یوه پروګرام له مخې منل شوي وو، خو له هغې راهيسې چې د جرمني نوي حکومت په مې مياشت کې کارپیل کړی او دغه پروګرام یې درولی، دوی په پاکستان کې بند پاتې دي.
په دې موده کې شاوخوا ۳۳۰ کسان چي د جرمني په محکمو کې یې دعواوې ګټلي په دې بریالي شوي چې جرمني ته ولاړشي.
اوچا: راتلونکي کال په افغانستان کې نژدې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیالري
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، راتلونکي ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې نژدې ۲۲ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا پرون دوشنبې په افغانستان د بشري اړتیاوو او ورته د رسیدګي پلان خپورکړې او ویلي یې دي چې د بشري چارو شریکان څه باندې ۱،۷ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري چې اولس نیم ملیونه اړو کسانو ته مرستې ورسوي. اوچا همدارنګه په یوه بل بیان کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ډنمارک د څه باندې څلورنیم ملیون ډالرو د مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه مرستې به مرستندویه کارکونکو ته دا وړتیاوې ور په برخه کړي چې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې بیړنۍ مرستې ورسوي.
په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په تازه برید کې ۶ سرتیري وژل شوي دي
په خېبر پښتونخوا کې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو په پرید کې ۶ سرتیري وژل شوي دي.
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، درو امنيتي سرچينو ويلي چې وسله والو تېره شپه د کُرمې په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی دی.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې بريد مسئوليت نه دی منلی خو په سیمه کې ترډیره د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله فعاله ده. هغه ډله چې اسلام آباد ادعاکوي له افغانستانه څخه په پاکستان کې بریدونه تنظموي خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پرنورو بریدونه وکړي او ټینګارکوي چې پاکستان دې د خپل امنیت غم په خپله وخوري.
دوه افغان ځوانان په بریټانیا کې په یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیري لپاره په اوږده بند محکوم شول
څارنوالانو د دوشنبې په ورځ د وارویک کراؤن محکمې ته وویل چې د جان جهانزیب او اسرار نیازي په نوم دغو دوو تنکیو ځوانانو تېره مې میاشت یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په یوه پارک کې لومړی له خپلو ملګرو جلا کړې او بیا یې پرې تیری کړی دی.
په محکمه کې هغه ویډیو هم خپره شوې چې دې نجلۍ په خپل مبایل کې اخیستې وه او په هغې کې د مرستې غوښتنه کوي او له هلکانو غواړي چې خوشې یې کړي.
دې نجلۍ محکمې ته ویلي چې تر هغې پېښې وروسته یې شخصیت ډېر بدل شوی.
جهانزیب، چې د راتلونکي کال په پیل کې ۱۸ کلن کیږي، په ۱۰ کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی او اسرار نیازی په نهه کاله او لس میاشتې بند محکوم شوی دی.
دوی دواړه تېر کال بریټانیا ته تللي وو.
محکمې ټینګار کړی چې دا هلکان به د خپلو سزاوو تر لیدلو وروسته له بریټانیا وایستل شي.
ملګري ملتونه: د افغان ښځو په مشرۍ ادارو او سازمانونو رول د ښځو او نجونو د ملاترلپاره ډیرمهم دی
ملګري ملتونه وایي، د افغان ښځو په مشرۍ سازمانونه او ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ د سیسټم د ملا تیرګنل کیږي او موږ نشي کولی چې د دوی مخکښ مشرتابه له لاسه ورکړو. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې پرون یکشنبې پرخپله ایکسپاڼه دغه څرګندونې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین ته په اشاره کړې چې د نومبرمیاشتې په ۲۵ پیل شوی دی.
د ملګروملتونو د ښځو څانګې د نړیوالو مرستو کمیدو ته په اشاره لیکلي چې له ډیری دغو سازمانونواو بنسټونو سره مرستې زښتې زیاتې کمې شوي او هغوی یې اوس اړکړي چې هغه ښځې هم له دندو ګوښه کړي چې تراوسه پورې یې د مرستو بهیرجاري ساتلی.
د دې ادارې په خبره د مرستو د کمیدو له امله د ښځو په مشرۍ د هرو لسو ادارو او سازمانونو له ډلې څلوریې دې ته اړشوي چې خپل ښځینه پرسونل دیرش سلنه کم کړي.