د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۶

د افغانستان په اړه د نړېوالو ورځپاڼو اندونه


سټراټفور کامنټري:

سټراټفور کامنټري خپرونې د افغانستان د سولې په وروستیو هڅو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد تازه څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، متحده ایالتونه له طالبانو سره د تړون د نهایي کولو لپاره چمتو دی.

سټراټفور کامنټري درېیو ټکو ته اشاره کوي.

لومړی دا چې دا خبرې به ماتې شي، د خپرونې په لیکنه، د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو غوښتنې ښايي یو بل ته د منلو نه وي او یو یا دواړه لوري له خبرو ووځي.

دوهمه خبره چې سټراټفور کامنټري ورته اشاره کړې، هغه د خبرو او جګړو دوام دی، په مقاله کې راغلي چې په داسې یو وخت کې به د ناټو له ملاتړه برخمن افغان پوځیان له طالبانو سره جګړه مخته وړي او له بلې خوا به امریکا له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي.

درېیمه او وروستۍ مسئله چې سټراټفور کمنټري پرې بحث کړی، هغه د سولې تړون دی.

د اوسنیو خبرو اصلي هدف سولې ته رسېدل یادېږي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم یوه ورته موضوع راخیستې او په سر کې یې د افغان ملکیانو مرګ ژوبله یاده کړې ده.

په مطلب کې د افغانستان یوه لویه لار د مرګ او ژوند واټ نومول شوی.

د ورځپاڼې په لیکنه د هرات – کندهار لویه لار چې د سې شنبې په ورځ پکې یو مسافروړونکی بس په ماین وخوت او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د افغانستان له خطرناکو لویو لارو څخه ده.

د سې شنبې ورځې په پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي وو او ۲۸ نور ټپیان وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مرګ ژوبلو په اړه تر تبصرې ور هاخوا د سولې په هڅو هم تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو او امریکايي ډيپلوماټانو څو میاشتنۍ خبرې په دوو برخو متمرکزې وې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش ټاکل او د طالبانو له خوا دا ډاډ ورکول چې نور به ګواښ نه پېښوي او ترورېستانو ته به پناه نه ورکوي.

په دوام کې راغلي، که څه هم دواړه لوري د تړون نهايي کولو ته نږدې شوي، خو امریکايي ډپلوماټان تر دې هم یوه بل حساس پړاو ته هڅه کوي او هغه د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په دې هیله مندۍ قطر ته خپل سفر پیل کړی چې د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې لومړنۍ موافقه وشي او په نتیجه کې یې له طالبانو سره د افغان حکومت او نورو ټولو خواو د رسمي خبرو لپاره لار پرانیزي.

XS
SM
MD
LG