د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

نیویارک ټایمز: امرالله صالح خپل وصیت لیکلی و


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

​نیویارک ټایمز ورځپاڼې په انتخاباتو کې د اشرف غني په لومړي مرستیال او د زرغون بهیر پر دفتر د برید مسئله څېړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، امرالله صالح کره اطلاعات ترلاسه کړي و چې په لنډ راتلونکي کې به برید پرې وشي او د همدې لپاره‌یې خپل وصیت هم لیکلی و.

نیویارک ټایمز بیا څرګندوي چې ښاغلی صالح د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس چې د طالبانو یوه مخالفه څېره ده له اوږدې مودې راهیسې د یاغیانو د بریدونو د لېست په سر کې و.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلي صالح تېره اوونۍ په خپله څلور مخیزه وصیت‌نامه کې چې خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو ته لیکلې وه دا لارښوونه کړې، که د ده د مرګ خبر واوري څه باید وکړي.

د ورځپاڼې په وینا، د یکشنبې د ورځې په برید کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتي مبارزې له پیلېدو سره په یوه ورځ وشوه د امرالله صالح ۲۰ تنه مېلمانه او نږدې همکاران ووژل شول.

ښاغلي صالح نیویارک ټایمز ته ویلي دي، یاغیان د ده وژلو ته ورغلي و، خو د خدای پاک په مرسته دی خپلو پخوانیو مسلکي زده‌کړو او مهارتونو وژغوره.

د ده په وینا ښایي ۲۰ نور دلایل هم وي چې دی څرنګه ژوندی پاتې شو.

ورځپاڼه بیا لیکي، ۴۶ کلن صالح پخوا هم څو ځله له مرګونو بریدونو روغ پاتې شوی او وروسته تر دې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته بېل شو، څو کاله‌یې په سیاسي انزوا کې تېر کړل.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر بیا د افغانستان د سولې مسئله څېړلې ده. دا ورځپاڼه لیکي، د دې سربېره چې د امریکا دفاع وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دوی د پوځیانو وتل له شرایطو سره تړلي دي، خو ولسمشر ټرمپ په ښکاره د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته دا لارښوونه کړې ده چې په زرګونه امریکایي پوځیان په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼه لیکي، د پلان له مخې به امریکا نږدې اووه زره پوځیان له افغانستانه بهر کړي او د پاتې اوو زرو وتل به له دې سره تړلي وي چې له طالبانو سره د سولې تړون څرنګه کېږي.

خو واشنګټن اګزمېنر لیکي، د سولې خبرې یو ډول په ټپه درېدلې دي ځکه چې طالبانو د ترورېستي بریدونو یوه لړۍ پیل کړې ده او په کابل کې د حکومت له قانوني حیثیت څخه انکار کوي.

په افغانستان کې یو شمېر دا اندېښنه لري که چېرته بهرني پوځیان ووځي امنیتي وضعیت به څرنګه شي.

واشنګتن اګزمېنر د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د سرمفتش د دفتر په وینا لیکي چې د شااوخوا ۱۸ کلنې جګړې پر مهال واشنګتن د افغان ځواکونو پر تجهیزاتو تر ۱۸ میلیارده ډالرو ډېرې لګولې دي، ۶۰۰ زره وسلې، ۷۰ زره نقلیه وسایط او تر ۲۰۰ ډېرې الوتکې یې ورسپارلې دي.

XS
SM
MD
LG