د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د سونیا شینوارې د پرمختګ راز څه دی؟


د بشري حقونو فعاله سونیا شینوارې د مخکښې ښځې په خپرونه کې
د بشري حقونو فعاله سونیا شینوارې د مخکښې ښځې په خپرونه کې

په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې زده کړې کوي او له بېلابېلو ادارو سره په کار بوختې دي، خو مهمه دا ده چې ځوانې ښځې څنګه کولی شي چې داسې وځلیږي چې نورو ته په یوې بېلګې بدلې شي؟

دا اوونۍ راسره د مخکښې ښځې په دې خپرونه کې د بشري حقونو فعاله سونیا شینوارې مېلمنه ده.

هغه په افغانستان کې د هیلې په نوم د یوه بنسټ غړیتوب هم لري چې له دې لارې ځوانانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د تحصیل زمینې برابروي.

هغه همدا راز د یوې ټلویزیوني رسنۍ د سیاسي پروګرامونو چلوونکې هم ده.

نوموړې په داسې حال کې د ژورنالېزم له پوهنځي د ټول پوهنتون په کچه عمومي اول نمره فارغه شوې چې د کورنۍ مشرانو غړو یې د زده کړو پر وړاندې مخالفت کاوه.

د اغلې شینوارې په خبره، کورنۍ ته یې دا ثابته کړې چې یوه نجلۍ هم د نارینه‌وو په څېر تعلیم، تحصیل او کار کولی شي او یوه ځوانه رهبره پاتې کېدی شي.

دا چې هغه څنګه توانېدلې چې د کورنیو او ټولنیزو ستونزو سره مبارزه وکړي او پرمختګ ته لاره هواره کړي، په دې خپرونه کې به پرې خبرې وکړو.

دغه خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته غني برابروي او د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG