د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۵

خبرونه

چارواکي: په ترینکوټ کې یوه وسله وال یو قوماندان او یو سرتېری وژلي

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار
د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

چارواکي وایي چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د پولیسو په لیکو کې یوه نفوذي کس د یوې پوستې قوماندان او د ملي اردو یو سرتېري وژلي دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې قوماندان نظر محمد ازادي راډيو ته وویل، د وسله والو طالبانو دغه نفوذي کس د محلي پولیسو په لیکو کې کم عمره هلک و چې نن سهار شااوخوا ۱۰ نیمې بجې یې په ترینکوټ ښار کې لومړی پر قوماندان او د ملي اردو پر سرتېري ډزې کړي او وژلي یې دي.

نظر دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې یو بل پولیس او یو ملکي کس
ټپیان شوي هم دي.

د ولایتي روغتون مسؤلینو بیا ازادي راډيو ته وویل چې د سیمې له ځایه ورته ۴ ټپیان وروړل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د اور لګیدنې په یوه پښه کې لږترلږه ۱۴ نوي زیږیدلي ماشومان مړه شوي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام ‌اباد کې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې په یوه پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه نن چهارشنبې د وږی په ۴ د "پاکستان د طبي علومو د انستیتوټ" روغتون د زیږنتون څانګې په درېیم پوړ کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې د پېښې لامل په ایرکنډیشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه یا چاودنه بلل شوې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د مسؤلینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې د علت او د روغتون د خوندیتوب د وضعیت په اړه یې سمدستي څېړنې پیل کړې دي.

په پاکستان کې په لویو ودانیو کې اورلګېدنې نسبتاً معمولې پېښې دي او ډېری وخت د خوندیتوب د قوانینو او ودانیزو مقرراتو کمزوري او همدارنګه د دغو قوانینو کمزورې څارنه او پلي کول پکې رول لري.

د روان کال په جنوري میاشت کې هم د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله تر ۶۵ ډېر کسان مړه شوي وو.

تهران: پوځي بېړیو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېرې شي

ایران او عمان په هرمز تنګي کې د یوه موقتي ترانزیټي دهلیز او د ماینونو د پاکولو په تړاو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تهران نن چهارشنبې، د وږي په ۴ خبرداری ورکړ چې دغه حیاتي سمندري لار به تر هغو پورې چې متحده ایالات جګړه پای ته ونه رسوي، پراننیستل شي.

د د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ‌آبادي نن خبرداری ورکړ چې هېڅ پوځي بېړۍ ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېره شي.

غریب ‌آبادي همداراز وویل چې د امریکا له خوا د اقتصادي محاصرې له پیل مخکې هرمز تنګی تړل شوی و، ځکه د نوموړي په وینا، امریکا د هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د عمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سه‌ شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې پریوه میکانیزم یې خبرې کړي چې په ترڅ کې یې په پړاوونو کې په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ د بیرته پیلولو لپاره د یوه موقتي ګډ سمندري دهلیز جوړول او له ماینونو څخه د دې تنګي د پاکولو لپاره د یوې ګډې پروژې عملي کول شامل دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې بوخت دي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې پرفعالیت بوخت دي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د سروزرو او زرګرۍ د صنعت په لومړني نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ پرانستل شوی او درې ورځې به پرانیستی وي، کړې دي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د خصوصي سکتوریوشمیراستازو او د ایران سفیرهم ګډون کړی و. د راپورله مخې عزیزي ویلي چې هڅه کیږي افغانستان د زرګرۍ په برخه کې پر یوه ملي برانډ بدل شي.

په کابل کې د زرګرۍ د صنعت دغه نندارتون داسې مهال پرانستل کیږي چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د زرګري د صنعت په ګډون د لاسي صنایعو ډیرکاروبارونه خراب شوي دي.

امریکایي چارواکي مسکو ته د سي آی اې د مشر د سفر خبر ورکوي

امریکایي چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، CIA مشر جان راتکلیف د سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۵مه مسکو ته سفرکړی چې له مخکې نه وو اعلان شوی. دغه نادره سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ځنډ سره مخ شوې او له ایران سره د مسکو د اړیکو پرسر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

له کله چې راتکلیف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې اداره کې د CIA د مشر په توګه ټاکل شوی، دا یې روسیې ته لومړنی سفردی چې رسنۍ ترې خبرې شوې دي خو داچې د څه لپاره یې کړی، په دې اړه نورجزیات ندي څرګند شوي. هغوامریکایي چارواکو چې مسکو ته د هغه له سفر څخه خبر دي، یواځې یې هغه تایید کړی خو داچې نوموړي په دې سفرکې له چا سره کتلي او پرکومو موضوعاتو یې خبرې کړي، له څه ویلو ډډه کړې ده..

سي آی اې او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د بشري حقونو راپور: د طالبانو په واکمنۍ کې د درو کارول زیات شوي

ارشیف، طالبانو په ځلونو تورن کسان په لوبغالو کې په درو وهلي دي.
ارشیف، طالبانو په ځلونو تورن کسان په لوبغالو کې په درو وهلي دي.

د بشري حقونو یوه ډله وایي، طالبانو په افغانستان کې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د مجازاتو د یوې بڼې په توګه د درو کارول زیات کړي دي.

په کاناډا کې مېشت د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان (اې اېج ار ډي او) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درو وهلو ۵۹۳ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو شمېر ۱،۰۷۴ ته لوړ شوی دی.

د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د درو وهلو ۵۵۳ پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو حکومت د جنسي جرمونو په ګډون په ډېرو مواردو کې تورنو کسانو ته د تنفیذي او تعلیقي بند ترڅنګ د درو وهلو سزاوې ورکړې دي چې د بشري حقونو ډلې هغه له انساني کرامت سره په تضاد کې بولي او د درولو غوښتنه‌یې کوي، خو طالبان وایي د شریعت له مخې دا ډول سزاوې مجرمنیو ته ورکوي.

د جرمني «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې طالب چارواکو د روان کال د اپرېل له نیمایي راهیسې په عام محضر کې د درو وهلو د نویو پېښو خبر نه‌دی ورکړی، خو د یوناما په خبره د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۳۷ کسان په درو وهل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ۲۳ تازه استول شوي افغانان په جرمونو محکوم و

ارشیف، د هغو افغان پناه غوښتونکو د استولو لړۍ چې جرمني وايي په درنو جرمونو کې ښکېل او محکوم شوي وو.
ارشیف، د هغو افغان پناه غوښتونکو د استولو لړۍ چې جرمني وايي په درنو جرمونو کې ښکېل او محکوم شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، ټول هغه ۲۳ افغانان چې د سې شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته واستول شول، ډېری یې د جنسي تېریو، وهلو او سختو ټپي کولو په ګډون په درنو جنایي جرمونو کې ښکېل او مجرم پېژندل شوي و.

د دې وزارت ویاند فرانس‌پرس اژانس ته ویلي له تېر کال راهیسې چې نوي حکومت په کار پیل کړی، جرمني تر اوسه ۲۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو له دې سره سره‌یې خپل هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه له کابل سره خبرې اترې کړې دي.

یونیسف: یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړګ له خطر سره مخ دي

ارشیف، په هرات کې په خوارځواکۍ اخته یو بستري ماشوم
ارشیف، په هرات کې په خوارځواکۍ اخته یو بستري ماشوم

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او ژوند یې له جدي خطر سره مخ دی.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا هغه ماشومان دي چې د بدن وزن‌یې ډېر کم شوی، یعنې ډنګر دي.

د سویډن هرالډ خپرونې د سې ‌شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې د مشر تاج‌الدین اویواله له قوله راپور ورکړی چې نوموړي په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي: "که ژر تر ژره اقدام ونه‌شي او پر وخت د دغو ماشومانو درملنه ونه‌شي، د هغوی د مړینې خطر زیات دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ورته وخت کې له ګڼو طبیعي ناورینونو سره هم مخ دی او یو شمېر مرستندویه سازمانونه او ادارې اړې شوې دي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او یا یې کم کړي.

ټرمپ: د ایران اسلامي جمهوریت اعتراض کوونکي په بې‌سارې کچه وژني

دونالد ترمپ رئیس جمهور ایالات متحدۀ امریکا
دونالد ترمپ رئیس جمهور ایالات متحدۀ امریکا

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې "د ایران اسلامي جمهوریت چې د ړنګېدو په حال کې دی، اعتراض کوونکي حتی هغه مهال هم چې په اعتراضونو کې برخه نه‌اخلي، په بې‌ساري کچه وژني".

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ د «وږې په ۳مه» په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي: "د ایران د ړنګېدو په حال کې اسلامي جمهوریت د خپلو پوځي ځواکونو د لویې برخې معاشونه نه‌شي ورکولای او په ورته وخت کې اعتراض کوونکي، حتی هغه مهال چې اعتراض نه‌کوي، په بې‌‌ساري کچه وژني".

هغه ویلي: "دا په پراخه کچه یو ستر بشري ناورین دی او باید همدا اوس ودرول شي."

د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه اعتراض کوونکي چې د تېر کال په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه او پر "ملي امنیت ضد اقداماتو" تورن شوي وو، اعدام کړي دي.

ایران کې یوه ښځه په اعدام محکومه شوه

۲۴ کلنه ارغوان فلاحي
۲۴ کلنه ارغوان فلاحي

د ایران قضایه قوې یوه ښځینه سیاسي بندي ارغوان فلاحي په اعدام محکوم کړې.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور په اساس نوموړې د بغاوت او د ایران د رژیم د یوې مخالفې ډلې، مجاهدین خلق سازمان سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شوې.

د هغې د اعدام حکم د ایران سترې محکمې هم تایید کړی.

ارغوان فلاحي د ۱۴۰۳ کال د دلوې په شپږمه په تهران کې نیول شوې وه.

هغه وخت په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د "زن،زندګي، ازادي" ترشعار لاندې د اعتراضونو پر مهال زرګونه مظاهره چیان نیول شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس ایران کې سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت جرایمو او ۲۷ نور د اعتراضونو له کبله اعدام شوي دي.

جرمني لسګونه نور افغانان هم کابل ته ستانه کړل

د لایپزیګ هوايي ډګر څخه د افغان کډوالو د ستنولو یو انځور
د لایپزیګ هوايي ډګر څخه د افغان کډوالو د ستنولو یو انځور

جرمني ۲۳ افغان وګړي نن کابل ته ډیپورټ کړل.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي پولیسو دغه شمیر افغانان چې د ایستلو په نوملړ کې شامل وو، د چارټر الوتکې په وسیله د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ستانه کړي دي.

دا الوتنه نن، سه‌شنبه سهار ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانانو ایستل نور یوازې پر مجرمینو او «خطرناکو» کسانو پورې محدود نه دي، بلکې نور هغه کسان هم چې د ایستلو شرایط ولري، خپلو هېواد ته به ستانه کړل شي.

په همدې حال کې، د کډوالو د حقونو فعالانو افغانستان ته د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني د شنو ګوند یو شمېر استازو هم پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د ایستلو د پالیسۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره په داسې حال کې همکاري کوي چې هغوی د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.

جرمني د جولای په ۲۹ مه هم د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۱ افغانان،افغانستان ته ستانه کړي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG