د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۰

واشنګټن پوسټ: که پوځي کلمات جګړې ګټي نو ټرمپ یو له سترو فاتحینو څخه دی


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، که چېرته پوځي کلمات جګړې ګټي، نو ولسمشر ټرمپ په تاریخ کې یو له سترو فاتحینو څخه دی.

ورځپاڼه دا مسئله د متحدایالاتونو د ولسمشر د دوشنبې ورځې تر خبرو کوي چې ویلي یې و که دی وغواړي د افغانستان جګړه په لس ورځو کې ګټلی شي، خو لس میلیونه انسانان به په‌کې ووژل شي او افغانستان به د ځمکې له مخې محوه شي چې د همدې لپاره دا کار نه‌کوي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

طالبان د شل زره او دېرش زرو ترمنځ وسله‌وال لري چې ګوریلایي جګړه کوي دوی ټانکونه او د وسلو فابریکې نه‌لري چې د هوا له لارې په نښه شي.

ورځپاڼه بیا لیکي، طالبان د خلکو ترمنځ پټېږي که په‌دې جګړه کې امریکا لس میلیونه کسان وژني، نو یو جنګي جنایت به یې ترسره کړی وي او طالبان به یې هم نه‌وي مات کړي ځکه چې مشران یې په پاکستان کې دي.

ورځپاڼه بیا لیکي: زموږ متحد افغانان باید د ټرمپ دغو خبرو ته اندیښمن نه شي ځکه چې دا خبرې د دې لپاره دي چې ولسمشر ټرمپ د سولې تړون وکړي او امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

  • «یو.اېس.ټوډې»

«یو.اېس.ټوډې» ورځپاڼې بیا یوه بله موضوع را خېستې ده، پر ایران د امریکا د متحد ایالاتونو له بندیزونو را وروسته په‌دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت.

ورځپاڼه لیکي:

په ایران کې په میلیونونو افغان کډوال لومړني کسان دي چې له بندیزونو ډېر اغېزمن شوي دي.

وړاندې راغلي دي، د واشنګټن او تهران په کړکېچ کې نژدې درې میلیونه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي، هېر شوي دي.

«یو.اېس.ټوډې» بیا لیکي، له یوې مودې راهیسې افغان کډوالو اجازه پیدا کړې ده چې په څو برخو کې کار وکړي او له روغتیایي خدماتو هم استفاده وکړي.

د هغو کسانو ماشومان چې له ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته یې قانوني اسناد ترلاسه کړې دي، د ښوونځيو د شمولیت اجازه ترلاسه کړې ده.

خو ورځپاڼه لیکي، د دې سربېره د امریکا د متحد ایالاتونو بندیزونو وضعیت خراب کړی دی او ګڼ افغان کډوال اوس په ایران کې کافي خواړه نه شي موندلی او له خپلو ګاونډیو مرستې غواړي. یو شمېر یې هم خپل شیان پلوري ترڅو ژوند وکړي.

«یو.اېس.ټوډې» لیکي، ګڼ افغانان په ایران کې خیاطي کوي خو کله چې د خیاطي کارخانې وتړل شوې د دوی بې برخلیکه پاتې شوې دي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پروسږکال د مې په میاشت کې د ایران له اټمي تړونه چې څلور کاله پرې تېر شوي و بهر شو او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول.

«یو.اېس.ټوډې» ورځپاڼه د خپرې کړې مقالې په اخره کې لیکي، د چارواکو پریکړې دوی ته زیان نه اړوي خو تر ټولو خوار خلک زیانمنوي او په ایران کې تر بل هر چا افغان کډوالو د ډیرې صدمې وړ دي او تر دې دمه نه د واشنګتن له خوا او نه هم د تهران له لوري د دوی غږ چا اوریدلی دی.

XS
SM
MD
LG