نړۍ
د جنوبي کوریا جټ الوتکو د روسیې پر الوتکو د خبرداري لپاره ډزې کړي
د جنوبي کوریا جنګي جټ الوتکو د روسیې پر پوځي الوتکو د دې لپاره چې د جنوبي کوریا فضايي حریم ته ور ننوتې وې، د خبرداري لپاره ډزې کړې دي.
روېټرز خبري اژانس دا خبر د کوریا د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله خپور کړی دی.
د چارواکو په وینا، د روسیې جټ الوتکې نن د جولای درویشتمه سهار د ختیځ سمندرګي پر فضا الوتکې او د دوی حریم ته ور ننوتې وې.
د چین د پوځ الوتکه هم د جنوبي کوریا فضا ته ور الوتې ده.
د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ ویلي چې نن سهار د روسیې (اف پنځلس کې) او (اف شپاړس کې) جنګي الوتکې د دوی فضايي قلمرو ته ور تېرې شوې وې.
ویل کېږي چې د چین او روسیې الوتکې په ګډه د جنوب لور ته الوتې دي.
د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو د روېټرز او فرانس پرېس اژانسونو ته ویلي چې دا اول وار دی چې د روسیې التوکې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېری کوي.
د روسیې د دفاع وزارت دا خبر رد کړی چې ستراتيژیکې بم غورځونکې الوتکې یې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېرې شوې دي.
روسیې د جنوبي کوریا پر هوایي ځواک تور پورې کړی چې الوتکو یې خطرناک مانورونه کړي او د دوی الوتکو ته یې ګواښ کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین: د روسیې د پروني هوایي برید تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي
د اوکراین پر چیرنیهیف ښار د روسیې د پروني هوایي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ ته پورته شوی دی.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغه برید پرون سهار شاوخوا نهه بجې پر ملکي ودانیو شوی دی.
پرون په لومړیو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښودل شوی و.
د چیرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، لږ تر لږه درې توغندي د ښار پر مرکز لګیدلي چې ورسره د هستوګنې ۱۶ اپارتمانونه، یو ښونځی او یو روغتون تخریب شوي دي.
برید کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، د روسیې دغه برید ځکه نه دی شنډ شوی چې د متحدانو د ملاتړ د کمښت له کبله له دوی سره د هوایي مدافع تجهیزات کم شوي دي.
د ایران یو شمېر سیاسي بندیانو د اعدام د لوړې کچې پر ضد اعتصاب پيل کړی
په ایران کې د سیاسي زندانیانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د اعدامونو د لوړې کچې په اعتراض کې د خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا، د بشري حقونو د فعالانو په حواله دغه خبر خپور کړی او ویلې یې دي چې د ایوین او قزل حصار ډارونکو زندانونو بندیان هم په دغه کمپاین کې شامل دي.
دغه اعتصاب د لومړي ځل لپاره د قزل حصار زندانیانو د فبرورۍ په ۲۹مه پیل کړی و چې بیا نورو زندانونو ته هم وغځېد.
د دغو زندانونو سرچینو ویلي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د غیر سیاسي زندانیانو اعدام ډېر کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله نژدې ۵۰ فیصده زیاتوالي ښيي.
ملګرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه وکړه
ملګرو ملتونو د شاوخوا درې میلیونه فلسطینیانو د لاسنیوي لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو چارواکو پرون چهارشنبې په غزه او لویدیځه غاړه کې خبریالانو ته وویل چې د خدمتونو د رغولو او خوراکي او روغتیایي مرستو لپاره ډېرو پراخو عملیاتو ته اړتیا ده.
دوی همدارنګه خبرداری ورکړ چې د جګړې او د پوځي عملیاتو په جریان کې دوی نه شي کولای چې په غزه کې د خلکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې ډېر روغتونونه، د اوبو رسولو شبکې، کورونه، سړکونه او ښوونځي ویجاړشوي او په اوس وخت کې یو پوهنتون هم هلته فعال نه دی.
د ایران ولسمشر: د اسراییل کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ووایو
د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچني برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.
ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.
په عین حال کې د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو یوځل بیا ژمنه وکړه چې دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.
ښاغلي نتنیاهو پرون چهارشنبې د کابیني غونډې ته وویل چې د اسراییل دولت به هرهغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.
ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییل د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.
اسراییل وویل چې د توغندیو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې په هوا کې له منځه وړي دي، خو ایران وایي چې په دغو بریدونو سره یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات نن پای ته رسیږي
افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه نن پای ته رسیږي.
د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو تمرینونو کې وسله والو ځواکونو، د ټانک جزوتامونو، د استخباراتو څانګو، د کیمیاوي حملو د دفاع ځواکونو او د پوځي الوتکو عملې ګډون کړی دی.
دغه ګډ پوځي تمرینونه د اپریل په پنځلسمه پیل شوي او هدف یې د هر ډول تروریستي ګواښ په وړاندې تیاری ښودل شوی دی.
تاجکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښکاره کړې، خو طالبان وایي هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې پربل هېواد د برید لپاره کار واخلي.
دغه پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې حضور لري، تېره میاشت د مسکو د کنسرتونو پر یوه تالار د برید مسولیت اخیستی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول.
د اوکراین پر چېرنیهیف د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي
د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او د اوکراین د بېړنیو چارو د ادارې په وینا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډېدو امکانات نه وو.
چېرنیهیف د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.
په پاکستان کې د بندې شوې ایکس شبکې د بیا فعالیت لپاره لارښوونه شوې
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ایکس یا پخواني ټویټر فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.
د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ایکس شبکه د تېرې فبروري میاشتې له ۱۷مې راهیسې په پاکستان کې بنده شوې ده.
که څه هم د پاکستان حکومت د دغه بندیز په اړه پخوا رسماً څه نه و ویلي، خو اوس یې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې دغه شبکه بنده کړې ده.
د پاکستان حکومت پخوا تر دې هم په ځینو مناسبتونو لکه اخترونو، ټاکنو او د عاشورا په شپو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګولي.
د کریملین سوله ساتي ځواکونه له نګورنو قرهباغ څخه وځي
کریملین وایي، د دوی سوله ساتي ځواکونه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ څخه وځي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د اپرېل په ۱۷مه خبریالانو ته ویلي، په دې اړه د اذربایجاني رسنیو خپاره شوي راپورونه سم دي.
ارمنستان پخوا تر دې په نګورنو قرهباغ کې پر مېشتو روسي ځواکونو نیوکه کړې وه چې پر دوی د اذربایجان د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.
نګورنو قرهباغ د اذربایجان د خاورې یوه برخه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې ارمنیان دي.
اذربایجان د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پر نګورنو قرهباغ بریدونه وکړل او ورسره یې هغه سیمې بېرته ونیولې چې له درېیو لسیزو راهیسې د ارمنیانو په کنټرول کې وې.
په دغې لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له عملیاتو وروسته ډېر ارمنیان کډې کولو ته مجبور شول.
ایران کې د اسراییلي سوداګر د اړوندې یرغمل شوې پرتګالي بېړۍ ۲۵ تنه عمله خوندي دي
په ایران کې د اسراییل یوه سوداګر پورې اړوند د یوې پرتګالۍ بېړۍ ۲۵ تنه نیول شوې عمله په خوندي حالت کې ده.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د ( ایم.ایس.سي) ترانسپورتي شرکت په حواله ویلي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه عمله او کارګو بېړۍ یې د ایران له خوا ازاده شي.
دغه بېړۍ چې د پرتګال بیرغ پرې ولاړ و او د یوه اسراییلي میلیاردر اړوند ده، د اپریل په ۱۳مه هرمز تنګي ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب له لوري ونیول شوه.
پرتګال پرون سه شنبه په همدې تړاو د ایران سفیر احضار او خپل اعتراض یې ورته واوره.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دغه بېړۍ یې د نړیوالو اصولو د سرغړونې له کبله توقیف کړې ده.
اوکراین: د روسیې هوایي برید ۱۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي
د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډیدو امکانات نه وو.
د چېرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، دغه برید نن سهار لس کم نهه بجې وروسته له هغه وشو چې دغه ښار کې د خطر زنګ ووهل شو.
د چیرنیهیف ښاروال ویلي چې له هوایي برید وروسته سیمه کې د نورو احتمالي تلفاتو لټه پیل شوې ده او په خبره یې، هدف د ملکیانو د هستوګنې یوه ودانۍ وه.
دغه ښار د اوکراین له پلازمېنې کیف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.