د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

اصلاح ملي: وروستیو خونړیو پېښو ته په کتو طالبان سوله نه غواړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغانستان سولې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

دنیا:

د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د سولې په تړاو ظاهراً هڅې پیل شوي، خو د ورځپاڼې لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې ولې جګړه تېزه شوې ده؟

په سرمقاله کې راغلي، دا مهال د جګړې ټول اړخونه د جګړې زور له مظلومو افغانانو باسي او له دې لارې غواړي چې د سولې په روان بهیر کې زیات امتیازات ترلاسه کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې د جګړې ښکېل اړخونه دغه ډول سیاستونو ته ادامه ورکوي، ملت ته لازمه ده چې پر وړاندې یې غبرګون وښیي، که نه همداسې به وژل کېږي او امتیازات به ورباندې اخيستل کېږي.

اصلاح ملي:

اصلاح ملي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، په هېواد کې وروستیو خونړیو پېښو ته په کتو طالبان سوله نه غواړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د قطر په بین الافغاني ناسته کې د تاوتریخوالي په کمېدو ټينګار شوی و، خو دغه تاوتریخوالی ورځ تربلې زیاتېږي چې په وینا یې، مسؤل یې یوازې او یوازې طالبان دي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو اراده د سولې نه ښکاري، بلکې دا ډله هڅه کوي چې د سولې په نوم له امریکا سره معامله وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبان د یو جمهوري نظام پرځای بېرته د خپل پخواني امارت خوبونه ویني، خو په وینا یې چې طالبان خپلواک نه دي او دا فرمایشونه د پاکستان له لوري ورکول کېږي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکا سره د طالب ډلې د خبرو دوام او دغه راز په قطر او مسکو کې یې غونډو دې ډلې ته لږترلږه سیاسي ارزښت ورکړ، خو په وینا یې چې د هغوی ناوړو کړنو، وژنو او ترهګریزو بریدونو یې دا هر څه بېرته له خاورو سره خاورې کړل.

مسیر:

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د امریکايي ځواکونو ایستل د امریکا مجبوریت که انتخاب؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په ۱۸ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د وسله والو طالبانو لومړنۍ خبره دا ده چې د سولې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د سرمقالې د لیکوال په اند دا چاره به امریکا مجبوره کړي چې دا غوښتنه ومني.

خو د لیکوال په اند څه چې افغانانو ته مهم دي هغه دا چې د امریکايي ځواکونو وتل له سولې سره پوره غوټه شي او سوله تضمین شي، داسې نه چې د امریکايي ځواکونو سره مونږ له یوې جګړې بلې ته ولاړ شو.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ايا انتخابات ممکن دي؟!

په سرمقاله کې راغلي، روانو کړکېچونو ته په کتو دا چې ولسمشر غني وايي، انتخابات به خامخا ترسره کېږي، دوه احتماله ممکن دي چې په دې برخه کې پرې فکر کېدای شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، لومړی دا چې ولسمشر او ټيم یې هڅه کوي چې د ولسي جرګې انتخاباتو په څېر پخوانۍ ډرامه تکرار کړي او وروسته په وعدو د خلکو خولې ورپټي کړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، بل احتمال دا دی چې ولسمشر غني پر دې پوهېږي چې انتخابات نشي کېدای یا ورته ویل شوي هم وي، لکه چې ویل کېږي، مایک پامپیو په خپل وروستي سفر کې ارګ والو ته سپین وویل چې لومړی سوله او بیا انتخابات چې واضح معنا یې د انتخاباتو ځنډېدل دي.

XS
SM
MD
LG