د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

افغانستان د نړیوالو ورځپاڼو په باور


ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوسټ خپرونې په کابل کې د جمعې د ورځې حملې ته کتلي دي.

په دې حمله کې چې کابل پوهنتون ته نيږدې وشوه، اته کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

مقاله لیکي، دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی زیات شوی دی او هره ورځ په لوی شمېر کې ملکیان په بېلابېلو حملو کې وژل کېږي.

ډیفنس پوسټ لیکي، د افغانستان پلازمېنه کابل هره ورځ د طالبانو د لوړې کچې د حملو له خطر سره مخامخ دی.

مقاله زیاتوي چې سخت دريځو په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړی دی او دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړي، په دې هېواد کې د ترورېزم پر ضد ځواکونه پرېږدي چې د سخت دريځو د حملو مخه ونيسي او په همدې حال کې له طالبانو سره د سولې د تړون تر لاسه کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په روسیه کې د افغانستان د سفير په اړه لیکلي دي.

مقاله لیکي، کله چې لومړی ځل ښاغلي لطیف بهاند روسي ادبیات ولوستل، زړه یې درد وکړ، خو زړه یې د کتاب پر کرکټرونو نه و سوځولی، بلکې له دې چې دا ټول څه په پښتو ژبه نه وو ژباړل شوي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې کله چې ښاغلی بهاند له مسکو سره د افغانستان د لانجو په اړه په خبرو بوخت نه وي، نو ژباړې کوي.

په مقاله کې راغلي دي چې اوسمهال دی د روسي لیکوال فیوډور دوستویفسکي ناول (جرم او سزا) ژباړي.

د مقالې په وینا، ښاغلی بهاند خپل ټول ژباړلي کتابونه پوهنتونو او کتابتونو ته وړیا ورکوي.

ایکانومسټ:

ایکانومسټ خپرونې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل کې د ودونو درنو مصارفو ته کتلي دي.

د خپرونې په لیکنه، په څراغونو پوښلو ودانیو، په وریښمينو غالیو فرش سالونونو او اوډل شويو دېوالونو کابل نور هم ښايسته کړی دی.

په مقاله کې د استقلال سالون يادونه شوې چې د اتو زرو کسانو د کېناستو او پنځو زرو موټرو د تمځای ګنجایش لري.

د ایکانومسټ په باور، د ودونو د مراسمو رنګونه او رونق په افغانستان کې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې ډېر ښه و، خو د نړيوالو د مرستو له کمېدو سره دا ډول مراسم اوس کم شوي دي.

په مقاله کې لولو چې په افغانستان کې په یوه عادي واده کې تر زرو پورې کسان ګډون کوي او پر خوړو سربېره ورته نوشابه او انرژي هم برابرېږي.

د مقالې په اټکل، د زوم کورنۍ یوازې د خوړو لپاره تر نهو زرو ډالرو پورې خرڅوي.

ایکانومسټ خپرونې په افغانستان غوندي بېوزله هېواد کې د هر کس کورني ناخالص عوايد پنځه سوه او شل ډالره کېږي، د اظهر غوندي یو شمېر زومان چې له کاناډا افغانستان ته راغلي دي، د پیسو په فکر کې نه دي او غواړي په واده کې يې هر څه غوره وي.

XS
SM
MD
LG