د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

ویسا: ایا ولس ژوندی دی؟


کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو او ورسره د سولې د برخلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د طالبانو هغو حملو ته په کتو چې زیات ملکیان په کې وژل کېږي، داسې ښکاري چې د دغې ډلې رهبران د سولې په فکر کې نه دي او د جګړې په دوام فکر کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکايانو ترمنځ هغه سوله چې له افغان حکومت سره نه وي، په افغانستان کې جګړه نه شي ختمولای.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان به یو ځل بیا افغانستان اشغال کړي؟

په سرمقاله کې یادونه شوې چې طالبان قصد لري چې له امریکایانو سره سوله وکړي او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د پاکستان د استخباراتي سازمان او عربي شیخانو په پیسو افغانستان ونیسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه هم په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړي چې ایا ولس ژوندی دی؟

په سرمقاله کې راغلي، په تېرو درېیو ورځو کې په درې بېلابېلو پېښو کې شااوخوا درې سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په بادغیس کې ۳۶ کومانډو ووژل شول.

د لیکوال په باور، داسې ښکاري چې ولس مړ دی، ځکه غږ یې چوپ دی، که ولس ژوندی وای، د دې وحشتونو د دوام پرخلاف باید پاڅېدلی وای.

هېواد:

د هېواد د دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې وروستیو خونړیو حملو ته په کتو افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې پر مټ په پاکستان فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې له وژونکو حملو لاس واخلي.

لیکوال افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې پر پاکستان د فشار لپاره دې اوبه مدیریت کړي، بندونه جوړ او د پاکستان د سوداګرو پرمخ د مرکزي اسیا لاره وتړي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د قطر بین الافغاني ناستې پرېکړه لیک ته په کتو لیکلي، په پرېکړه لیک کې ژمنه شوې وه چې د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره به هڅې کېږي او هلته به حملې نه کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، نه یوازې دغه حملې راکمې نه شوې، بلکې ورسره زیاتې هم شوې.

انیس:

د انیس د سرمقالې لیکوال طالبانو ته وړاندیز کوي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې لاس واخلي.

په پای کې د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې د سولې په بهیر کې د ملي ګټو ساتل د دولت دنده ده.

XS
SM
MD
LG