د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳
د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د برید یو انځور
د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د برید یو انځور

د کندهار په پرونۍ ډله ییزه حمله کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۸۳ نور ژوبل دي

دا برید چې په یوه انتحاري موټربم چاودنې پیل او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، په داسې حال کې وشو چې تر بل هر وخت د افغانستان سولې ته هیلې زیاتې شوي دي.

د کندهار پر امنیې قوماندانۍ په پرونۍ ډله ییزه حمله کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا برید چې په یوه انتحاري موټربم چاودنې پیل او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، په داسې حال کې وشو چې تر بل هر وخت د افغانستان سولې ته هیلې زیاتې شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی پرون ناوخته د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ازادي راډیو ته په نښته کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه وویل: په دې برید کې چې یو نیم تر دوو ساعتونو پورې یې دوام وکړ، پولیس وتوانېدل چې حمله کوونکي ووژني او امنیه قومانداني تصفیه کړي، په دې برید کې ټولټال ۹۴ تنه ملکیان ژوبل او شهیدان شوي چې په هغو کې درې پولیس ژوبل او ۳ نور شهیدان لرو، همداراز ۹ ملکیان شهیدان او ۸۰ تنه ټپیان دي.

په ټپي ملکیانو کې ۴ ښځې او ۱۱ ماشومان هم شامل دي.

د ښاغلي بهیر په وینا، ډېر ملکیان له دې کبله مړه او ژوبل شول چې د امنیې قوماندانۍ په شااوخوا کې د ملکيانو کورونه دي.

ده همداراز وویل چې د دې برید له کبله د کندهار په ګمرک کې چې امنیې قوماندانۍ ته څېرمه دی، ۴ باروړونکو موټرو اور واخیست.

د پېښې په سیمه کې یوه دوکاندار احمد نوید روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د حملې په مهال په خپل دوکان کې و.

ده د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: له چاودنو او ډزو سره یو شمېر لارویان او پولیس ژوبل شول او امبولانسونه راغلل، زه په دوکان کې پاتې شوم تر دې چې حمله پای ته ورسېده او راووتم.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي له حملې وروسته وویل چې د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د دوی برید په موټربم چاودنې پیل شو.

د کندهار د والي ویندوی بهیر احمدي وايي چې په دې برید کې چې د امنیې قوماندانۍ له ختیځې دروازې په موټربم چاودنې پیل شو، ۴ انتحاري حمله کوونکو برخه لرله.

دې ته ورته ډله ییز برید د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د بادغیس ولایت په قلعه نو کې وشو.

د بادغیس په برید کې دوه انتحاري بریدکوونکي ووژل شول او دوه نور ونیول شول.

په قطر کې د امریکا او طالبانو له وروستیو غونډو وروسته دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د پام وړ پرمختګونو یادونې وکړې او همداراز طالبانو او شپېته کسیز افغان پلاوي د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې په ځانګړي ډول به د ملکي وګړو مرګ ژوبلې صفر ته راکموي.

د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو د ډله‌ييز برید پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفيوي عملیات پای ته رسيدلي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د پيښې په ځای کې د هغو پاتې سخت دريځو لټون هم دوام لري چې په تصفیوي عملیاتو کې ښايي نه‌وي په نښه شوي.

نن د پنجشنبې په ورځ د کندهار د امنیه قوماندانۍ په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ييزه حمله پیل شوه.

تر چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکي تر دروازې تېر شول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو ډله‌ییز برید روان دی.

ویل کېږي د امنیه قوماندانۍ په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ییزه حمله پیل شوه.

امنیه قوماندانۍ په کندهار کې عینو مينې ته نېږدې موقعیت لري.

د کندهار ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د امنیه قوماندانۍ په دروازه کې د ايښودل شوي بم تر چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکي تر دروازې تېر شول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

ښاغلی احمدي وايي، پولیس هڅه کوي چې د ننوتلو په دروازه کې حمله کوونکي له منځه یوسي.

په همدې حال کې طالبانو د دې حملې مسؤلیت پر خپله غاړه اخېستی دی.

زبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادي راډیو ته وويل چې تر موټر بم حملې وروسته یو شمېر وسله‌وال کسان امنیه قوماندانۍ ته ننوتل او د پولیسو له ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د کندهار د عینو مینې مخې ته تر بمي چاودنو وروسته حمله روانه ده.

راپور وايي چې د کندهار د عینو مینې نېږدې یوه لویه چاودنه وشوه.

د کورنيو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څو شېبې مخکې ازادي راډیو ته وويل:"ویل کېږي د امنیه قومانداني په شمالي دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډله‌ییزه حمله پیل شوه."

نښته اوس هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG