د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۱ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۷

چارواکي په بادغیس کې د وژل شویو کومانډویانو بېلابېل ارقام ورکوي


ارشیف، په بادغیس کې یو افغان سرتېری

د افغانستان دفاع وزارت د بادغیس په اب کمري کې د افغان کومانډو ځواکونو وژل کېدل تأیيدي، خو شمېر یې له هغه چې مخکې د بادغیس والي شااوخوا ۲۵ تنه یاد کړی و، کم بولي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان مخکې ازادي راډيو ته وویل چې په دغو تهاجمي عملیاتو کې چې افغان ځواکونو دوه ورځې مخکې د بادغیس په اب کمري کې پیل کړي، لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل: د تلفاتو دقیق شمېر نشم ویلی خو د تلفاتو شمېر ډېر محدود دی، ښایي له لسو کم د افغانستان د دفاعي ځواکونو غړي شهیدان شوي وي، خو د دښمن تلفات ډېر زیات دي، د دښمن جسدونه په سیمه کې پاتې دي، موږ د دښمن د تلفاتو تصاویر له رسنیو سره شریک کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند دغه راز وویل چې دغه عملیات به تر هغه په آب کمري کې روان وي چې سیمه له وسله والو طالبانو تصفیه شوې نه وي.

له دې مخکې د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډیو ته ویلي وو چې ۲۰ یا ۲۵ کومانډو ځواکونه د تېرې دوشنبې په ورځ د دې ولایت د اب کمري ولسوالۍ په میده قل سیمه کې وروسته له هغې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې ووژل شول چې له الوتکو د طالبانو تر نفوذ لاندې ځای کې راکوز کړای شوي وو.

د بادغیس والي دغه راز ویلي چې په نښتو کې له شلو زیات وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې د افغان کومانډو ۳۹ غړي یې وژلي او ۱۶ تنه یې له وسلو او مهماتو سره یوځای نیولي دي.

XS
SM
MD
LG