نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه تمرکز کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو ژمنه کړې چې له ښځو ساتنه کوي، خو ایا واقعاً همداسې ده؟
نیویارک ټایمز په کندهار ولایت کې د يوې څارنوالې زینب فایض داستان لیکلی دی.
ورځپاڼې لیکلي چې څارنوال زینب په نهه ویشت کلنۍ کې د ښځو مدافع وکالت کړی او ۲۱ سړي یې د هغوی د ښځو او یا کوژدنو د وهلو ټکولو په تور بندیان کړي دي.
د نیویارک ټایمز د دې مقالې لیکوال لیکلي چې غوښتل یې کندهار ته سفر وکړي، څو له څارنوال زینب فایض سره وګوري، خو خبر شو چې هغې ته طالبانو جدي ګواښ کړی او اوس له کندهاره وتلې ده.
طالبانو په یوه لیک کې دا ښځه ګواښلې وه چې له دې وروسته به یې یو هدف وي.
د زینب فایض په خبره، طالبانو هغې ته د لیک په استولو ثابته کړه چې څنګه خلک دي او څه فکر لري.
فایض اوس له کورنۍ سره په کابل کې اوسي.
د ورځپاڼې په لیکنه، افغان ښځو چې د طالبانو له رژیم وروسته ځینې ازادۍ خپلې کړي، نه غواړي چې لاسته راوړنې یې له لاسه ووځي.
په دوام کې راغلي، که څه هم طالبانو د ښځو ساتنې ته ژمنه کړې، خو یو ګڼ شمېر ښځې باورمندې نه دي چې دا ډله دې په داسې ژمنو ولاړه واوسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو مشهوره افغان مېرمنې یادې کړي.
له دې ډلې ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په حواله لیکلي، ځکه یې له طالبانو سره ولیدل چې فکر کوي وینه په وینو له منځه نه ځي.
انډیپنډنټ پېرژن:
انډیپنډنټ پېرژن بریتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان د هوايي شرکتونو د وضعیت په اړه یوه مقاله لیکلې ده.
په مقاله کې د افغانستان د الوتکو عمر څه باندې شل کاله یاد شوی او راغلي، یو له هغو هېواونو چې ډېرې زړې الوتکې لري افغانستان دی.
د انډیپنډنټ پېرژن یا د انډیپنډنټ فارسي ژبې ورځپاڼې په لیکنه، تېر اتلس کاله د دې وخت و چې افغانستان وکولای شي چې په بېلابېلو برخو کې په پښو ودرېږي، خو اداري فساد او د ظرفیتونو نشتوالي دا چاره له افغانستانه واخیسته.
په دوام کې راغلي چې په تېرو اتلسو کلونو کې د اریانا افغان هوايي شرکت تر څنګ اتو خصوصي هوايي شرکتونو په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، خو اووه یې مات شول.
د افغانستان هوايي شرکتونو له ۲۰۱۰ کال راهیسې اروپا ته د پرواز اجازه له لاسه ورکړه او یو اصلي دلیل یې د الوتکو زوړوالی و.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې یو اروپايي پلاوی د سپټمبر په میاشت کې افغانستان ته سفر کوي، څو د هوايي شرکتونو په برخه کې پرمختګونه و ارزوي.
انډیپنډنټ پېرژن ورځپاڼې دلته لیکلي چې په اروپايي هېوادونو کې هغه الوتکې د پرواز اجازه لري چې له لسو کلونو ډېرې زړې نه وي، خو د افغانستان د الوتکو عمر له شلو کلونو هم اوښتی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان د هوايي شرکتونو په وړاندې ګڼې ننګونې موجودې دي او ګڼ هغه کسان چې بهر ته سفر کوي، ښه ګڼي چې د بهرنیو هوايي شرکتونو په الوتکو کې ولاړ شي.
انډیپنډنټ پېرژن خپله مقاله په دې ټکي پای ته رسوي چې د افغانستان په داخلي پروازونو کې مسافرین هر وار مرګ احساسوي، خو د ځمکنیو لارو د ناامنۍ په خاطر له ناچارۍ په دغو الوتکو کې پرواز کوي.