د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ملي ارمان: یو ځل بیا باید درغلۍ د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه‌ولي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټينګار کړی چې یو ځل بیا باید درغلۍ د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، په ورته وخت کې د خلکو غوښتنه دا ده چې باید شفاف او سرتاسري انتخابات ترسره شي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې ټول افغانان دې لاسونه سره ورکړي او شفافو انتخاباتو ته دې لاره هواره کړي، څو راتلونکی نظام مشروع او د خلکو د هیلو مطابق وي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د اجرائیه رئیس څرګندونو ته په کتو لیکلي، که د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو سناریو یو ځل بیا تکرار شي، نو د انتخاباتو پایلې به ولس ته د منلو وړ نه وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، سوله چې اوس یې د راتلو هڅې روانې دي، که راشي نو افغان ولس ته به د ژوند زېر وي، که داسې نه وي نو انتخابات به کېږي.

د لیکوال په اند، له ورایه ښکاري چې انتخابات اصلاً د یو بل بحران دوام دی چې حکومت مو ګام په ګام ورټېل وهي.

اطلاعات روز:

د اطلاعات روز ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د انتخاب سلامتیا لومړیتوب دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که چېرې خلکو احساس کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه شي کولای چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات ښه مدیریت کړي، نو رأیه به ور نه کړي.

لیکوال وړاندیز کوي چې د شفافو انتخاباتو لپاره د انتخاباتو کمېسیون باید په راتلونکو انتخاباتو کې د زورواکو او حکومتي چارواکو د مداخلې مخه ونیسي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې تر ټولو لویه ستونزه مدیریتي کمزورتیا وه چې انتخابات یې له بحران او کړکېچ سره مخ کړل.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې د انتخاباتو اوسني کميشنران باید له تېرو انتخاباتو بشپړه تجربه واخلي او راتلونکي انتخابات سم مدیریت کړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې سپارښتنه کړې چې حکومت او د انتخاباتو کمېسیون دې د بل بحران هڅه نه کوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې ملت نه پر حکومت باور لري او نه هم د انتخاباتو پر اوسني کمېسیون باور کولی شي، ځکه دواړو د فساد څېرې ورښودلي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که چېرې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات سم مدیریت نه شي، هېواد به د بحران خواته ولاړ شي چې مهارول به یې له وسه وتلې خبره وي.

XS
SM
MD
LG