د مخکښې ښځې په دې خپرونه کې مو د افغانستان د طبي شورا مشره ډاکتر نسرین اورخېل مېلمنه ده.
دا د سرطان پر وړاندې د مبارزې او د کورنیو د لارښود بنسټونو مشري هم پر غاړه لري.
نوموړې تر دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزیره، د کابل د ملالۍ او رابعه بلخي روغتونونو مشره او د افغانستان د نسایي او ولادي ډاکترانو د ټولنې مشره پاتې شوې.
دې په یو شمېر نورو ملي او نړېوالو موسسو کې هم کار کړی دی.
نوموړې په کابل پوهنتون کې د طب پوهنځي لوستی، نورې لوړې زده کړې یې په بنګله دېش، هند، جاپان، پاکستان او یو شمېر نورور هېوادونو کې کړي دي.
هغې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نړۍ د زړورو لسو ښځو جایزه ګټلې ده.
دا چې نوموړې دومره مسؤلیتونه څنګه سرته رسوي؟ په دې خپرونه کې پرې خبرې کوو.
دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته غني جوړوي او د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: