د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

ماندګار: په ارګ کې اخلاقي فساد؛ هغه ادعاوې چې نه څيړل کېږي


د کابل د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره راتلونکو ټاکنو او په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله پهدې جملو پيل کړې چې د ارګ د جنسي بدنامیو غږ داسې چا اوچت کړ چې په همدې ارګ کې یې کلونه تېر شوي او اوس د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم دې ته اړ شوی چې د دې رسوايۍ او د بدنامې مسلې جدي څيړنه وغواړي.

د سرمقالې د لیکونکي په باور دا چې ښاغلی دانش له دې مسئلې نه د کمپایني ګټې پورته کول نامردي بولي، دا ډېره د حیرانۍ خبره ده ځکه په وینا یې چې په کمپاینونو کې د ځان له درنې او د بل له سپکې پرته نور څه دي چې حساب پرې وشي.

د ویسا سرمقاله په دې جملو پای ته رسېدلې چې که انتخابات کېږي کمپاینونه به روان وي او په‌دې کمپاینونو کې به د ارګ اخلاقي فساد خامخا یادېږي نو په وینا یې که دانش غواړي دغه داغ د حکومت له لمنې پاک شي یوازینۍ لاره یې عادلانه څيړنې او د مفسیدینو په سزا رسول دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا غوښتنه کړې چې د ارګ د رسوایۍ د څیړلو لپاره باید پلاوی وټاکل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ارګ ځکه د حبیب احمدزي د ادعاوو دوسیه پټه ساتلې چې نه غواړي دا قضیه روښانه شي او دا د دې ښکارندوی کوي چې له ښځو د ناوړه جنسي ګټې اخېستنې موضوع یوازې په ارګ کې یو یا دوو پیښو پوري نه محدودیږي بلکې په وینا دا مسئله بېلابېل اړخونه لري.

سرمقاله لیکونکي هغه کسانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه کړې چې په دغه ډول مسایلو کې په لاس لرلو تورنیږي.

  • ماندګار

د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په ارګ کې اخلاقي فساد؛ هغه ادعاوې چې نه څيړل کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په‌داسې حال کې خلکو تمه لرله چې دغه ټکان ورکوونکي ادعاوې به وپلټل شي، خو تراوسه پورې په‌دې اړه کوم اقدام نه‌دی شوی او ارګ غواړي چې د اخلاقي فساد دغه تورونه له پامه وغوځول شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم ارګ تل هڅه کړې چې دغه تورونو ته انتخاباتي رنګ ورکړي خو په وینا یې دا مهال په ارګ کې د اخلاقي فساد مسئله د نړېوالو رسنیو په سرټکو بدله شوې او جدي پلټنو ته اړتیا ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا راتلونکو ټاکنو ته په اشارې لیکلي، د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله ځینې انتخاباتي ټيمونه د یوه واحد ټکټ د رامنځته کېدو په تړاو هڅې کوي.

د مقالي لیکوال وړاندې لیکي:

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټيم، د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت ټاکنیزو ټيمونو د یوه واحد ټکټ د رامنځ ته کېدو په پرنسیپ هوکړه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم په جزئیاتو خبرې نه‌دي شوي، خو په‌دې توافق شوی چې مهم کاندیدان باید تر یوه ټکټ لاندې ټاکنو ته راوړاندې شي.

  • ملي ارمان

او ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي، په‌داسې حال کې چې د ټاکنو برخلیک لا معلوم نه دی ولسمشر غني خپل کمپاینونه پیل کړي او پخواني پروژې د دوهم ځل لپاره پرانیزي.

د مقالې د لیکوونکي په وینا، که انتخابات ترسره کیږي حاکم ټيم به یې ځکه ګټې چې د دوی ټولې چارې همدا اوس یوازې د راتلونکي لپاره کمپاین دی.

XS
SM
MD
LG