د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۲

ملي امنیت شورا: د حکومت تر ولکې لاندې سیمې د رسنیو له ارقامو زیات دي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت تر ولکې لاندې سیمې تر هغې اندازې زیاتې دي چې ځینو رسنیو او ادارو یې ارقام خپاره کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند محمدکبیر حقمل تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ادارې له‌خوا د یوې شوې څېړنې پر جزئیاتو رڼا واچوله: "د دې ارزونې لومړنۍ موندنې ښيې چې اصلي واقعیت ډېر توپیر لري؛ هم ولس ته د خدماتو په برخه کې، هم د قانون د تنفیذ د ځواکونو د موجودیت په برخه کې او هم په نورو بېلابېلو برخو کې چې د نویو سیسټمونو اساسي ټکي بلل کېږي."

ښاغلي حمقل په‌دې اړه چې د ملي امنیت شورا د څېړنې له مخې په سلو کې څومره سیمې د حکومت په ولکه کې یا تر ادارې لاندې یې دي څه ونه ویل.

نوموړي دا هم ونه ویل چې کومو رسنیو یا ادارو د حکومت د ولکې لاندې سیمو ارقام خپاره کړي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي مفتش- سیګار په خپل یوه مخکیني راپور کې ویلي و چې افغان حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال له نوومبر څخه د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اکتوبر پورې په سلو کې د ۵۴ او ۶۰ ترمنځ ولسوالیو باندې ولکه درلوده.

XS
SM
MD
LG