د غزني ښار په مرکز کې د لومړني حوزه په مربوطاتو د ملي امنیت په یوه کنډک نن یکشنبه سهار څه باندې ۸ بجې د موټر بم چاودنه شوې.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي ته وویل، پهدې برید کې یو تن وژل شوی او له ۲۰ زیات ټپیان دي.
دی وايي، د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ شاوخوا کورونو ته هم زیانمن شوي دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نهده منلې.