د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

انډیپندنټ پېرژن: د افغانستان په وړاندې د ټرمپ تردید خطرناک دی


سټارز انډ سټرایپس:

سټارز انډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو په اووم پړاو خبرو مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې لیکلي، امریکايي او طالب مرکچیان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له لوري د باور وړ تضمین د څرنګوالي په باب د یوې مسودې په ترتیب تود بحث لري.

دواړه خواوې ظاهراً له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش د ټاکلو په اړه اختلاف لري.

سټارز اینډ سټرایپس لیکلي، متحده ایالتونه په دې اړه د پرېکړې لپاره زیات وخت غواړي.

د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله ښودلې وه چې ممکن د پنجشنبې د ورځې په خبرو کې د سولې تړون وروستی شي.

د طالبانو له خوا له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ضمانتونه، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، اوربند او بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا د بحثونو مهم مسایل یاد شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې موافقه باید په دې ټولو څلورو مواردو وشي.

طالبان بیا وایي، دوی ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل مهم دي.

انډیپندنټ پېرژن:

"د افغانستان په وړاندې د ټرمپ تردید خطرناک دی"

دا د انډیپندنټ پېرژن بریتانوي ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی چې د افغانستان په برخه کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د وروستیو څرګندونو په اړه چاپ کړې ده.

په مقاله کې له فاکس نیوز ټلویزیون سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې وروستۍ مرکې په اساس راغلي چې ښاغلي ټرمپ ویلي، لېوال دی چې له افغانستانه نهه زره امریکايي سرتېري وباسي، خو له دې اندېښنه لري چې افغانستان بیا د ترورېستانو په مرکز وانه وړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د ترورېستانو په وړاندې د افغان پوځیانو یوازې پرېښودل به خطرناکې پایلې ولري.

وړاندې د ښاغلي ټرمپ په حواله راغلي چې د امریکا پوځي مشرانو ده ته ویلي چې تر هغې چې په امریکا کې له ترورېزم سره مبارزه وشي، ښه ده په افغانستان کې دننه له ترورېزم سره وجنګېږي.

انډیپندنټ ورځپاڼې لیکلي، ټرمپ باید تردید ونه لري، ځکه دا ښکاره خبره ده چې افغانستان لا هم له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی.

د مقالې لیکوال له افغان پوځیانو سره د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت موثر بللی او ویلي یې دي، ښه ده چې تر څو نورو راتلونکو کلونو پورې د دې ماموریت په دوام د افغان پوځیانو وړتیاوې دې کچې ته ورسېږي چې په یوازې ځان له ترورېزم سره مبارزه وکړي.

په مقاله کې راغلي، له دې چې اوس وخت طالبان د افغانستان د څو ګاونډيو هېوادونو ملاتړ له ځانه سره لري، له افغانستانه د ناټو ځواکونو ایستل او د ترورېستانو په وړاندې د افغان پوځ یوازې پرېښودل به خطرناکې پایلې ولري.

په تر ټولو سختو وړاندوینو کې د لیکوال په باور، ان د دې وېره هم شته چې دا هېواد یو وار بیا د نړیوال ترورېزم په مرکز واوړي.

XS
SM
MD
LG