د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

عفیفه معروف: په هلمند کې د ښځو په وضعیت کې ښه‌والی راغلی


د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو شمېر مېرمنې
د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو شمېر مېرمنې

دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د هلمند ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې عفیفې معروف سره د هغې په کار، ژوند او فعالیتونو غږېدلي یو.

نوموړې ۱۶ کاله کېږي چې په‌دې کمېسیون کې دنده ترسره کوي.

تر دې مخکې یې شااوخوا ۱۰ کاله د ښوونکې په توګه په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې دنده ترسره کړې او کندهار میرویس روغتون، ډبلیو اېف پي مؤسسې او داسې نورو ادارو کې یې هم کار کړی دی.

دا وایي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې په زرګونه هغو قضیو څېړنه کړې چې د ماشومانو او افغان ښځو اړوند وې.

نوموړې دوه لېسانسه لري، یو یې په ښوونه او روزنه برخه کې او بل‌یې په حقوقو او سیاسي علومو کې اخیستی دی.

د اغلې معروف په خبره، د افغانستان په اکثره ولایاتو کې یې دنده ترسره کړې او د ښځو لپاره‌یې ګټور فعالیتونه ترسره کړي.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG