د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

نړیوالې ورځپاڼې د کابل د تېرې ورځې د برید په اړه څه وایي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د دوشنبې د ورځې په مرګوني برید مقالې لیکلې دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي، دا برید د دفاع وزارت یوې ودانۍ ته نږدې د شمشاد خصوصي ټلوېزیون او یوه لومړني ښوونځي ترمنځ شوی دی.

د دوشنبې د ورځې په دې برید کې چې طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره چې څه باندې سل کسان په‌کې ټپیان شوي.

نیویارک ټایمز ویلي، لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د وژل شویو کسانو شمېر یوازې درې تنه یادوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ازادي راډیو ته تأیید کړي چې د دوشنبې د ورځې د مرګونې چاودنې نیمايي ټپیان د ښوونځي ماشوم زده‌کوونکي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د خبرونو د مدیر عابد احساس په حواله لیکلي چې د دوی یو ساتونکی وژل شوی او څو خبریالان‌یې ټپیان دي.

ورځپاڼه لیکي، د دوشنبې په ورځ بریدګرو څو ساعته د افغانستان د دفاع وزارت پورې مربوط د لوجستیک پر ریاست برید کاوه او داسې نه‌ښکارېده چې شمشاد ټلوېزیون هدف و.

بیا هم اندېښنه ښودل شوې، ځکه طالبانو تېره اوونۍ رسنیو او خبریالانو ته ګواښ کړی و چې که د دوی پر ضد پیغامونه او اعلانونه خپاره کړي، برید پرې کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبانو داسې وخت د دوشنبې د ورځې د برید مسؤلیت ومانه چې د دې ډلې سیاسي استازي د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سره خپلې اووم پړاو خبرې پيل کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په قطر کې د خبرو په دوام په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د پرمختګونو تمې کېږي، خو تاوتریخوالی د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه لا پسې تودوي او دواړه لوري په یو بل بریدونو ته زور ورکوي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې بمي چاودنه او له افغان پوځیانو سره د بریدګرو څو ساعته نښته په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر ټولو تازه بېلګه ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د کابل د شنه اسمان یوه برخه د پرونۍ پېښې په سبب خړه پړه شوه او نښته څو ساعته روانه وه.

وال سټریټ ژورنال په دوام کې لیکلي، د دوشنبې د ورځې برید سهار مهال داسې وخت وشو چې هلته په قطر کې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو په هدف امریکا له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیل کړې.

ورځپاڼه لیکي، دغو خبرو لا تر اوسه د جنګ کچه نه‌ده راکمه کړې.​

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د کابل د دوشنبې ورځې یو تصویر خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دغه برید ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي او له امله‌یې زیات سړکونه، دکانونه، دفترونه او ښوونځي تړلي پاتې وو.

ورځپاڼې د یوه ماشوم عکس هم خپور کړی چې له ټپي کېدو وروسته‌یې لا هم خپل کتاب او قلم په لاس کې نیولي.

په دوام کې راغلي چې په کابل کې له نږدې دوه میاشتو ارامۍ وروسته د دوشنبې په ورځ وضعه خرابه وه.

تېر وار طالبانو په کاونټر پارت انټرنشنل امریکايي مؤسسې باندې برید کړی و چې ګڼو کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې وه.

پر کاونټر پارت برید د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د یوه دور خبرو تر پای ته رسېدو وروسته شوی و.

د واشنګتن پُسټ په لیکنه، تر اوسه پورې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په رابطه خبرې نه‌دي شوي، نو ځکه دواړه لوري په یو بل د بریدونو په زیاتولو سره هڅه کوي چې په خبرو کې برلاس ولري او خپل شرایط په پوره قدرت سره مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG