د میدان وردګو ولایت ۴۵ کلن قاري احمد ظاهر په مصر کې لوړې زدهکړې کړي او څلور کاله يې له ترکانو سره ترجماني کړې ده.
دی وايي چې شپږ کاله یې د کېک بوکس ورزش کړی او څو سیالۍ یې هم ګټلې دي، دا چې :
- احمد ظاهر څنګه په نشو اخته شو؟
- او وروسته له څه ډول ستونزو سره مخ شو؟
پهدې اړه یې د ازادي راډیو خبریال محمدایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: