د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

زما رأیه، زما حق، د ولسمشر کاري موده رښتیا هم پای ته رسېدلې؟


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وروستیو څرګندونو ته ځانګړی کړی.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا تېره اوونۍ د ولسمشر غني حکومت غیر قانوني وباله او د سرپرست حکومت غوښتنه‌یې وکړه.

دوی ویل چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي یووالي حکومت موده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې.

بل‌خوا د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دغه څرګندونې کمپایني وبللې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سترې محکمې له انتخاباتو وروسته د بل ولسمشر د کار تر پيل پورې د ولسمشر غني کاري موده غځولې ده.

دا چې:

  • د ولسمشر کاري موده رښتیا هم پای ته رسېدلې؟
  • ایا ستره محکمه دا صلاحیت لري چې د ولسمشر د کار موده وغځوي؟
  • د سرپرست حکومت وړاندیز قانوني بڼه لري؟
  • ایا راتلونکي انتخابات به شفاف وي؟

دا ټول مسایل مو د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید او د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا غړی شهاب حکیمي او د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم له غړي فضل غني حقمل سره څېړلي دي.

دا پروګرام د ازادي راډیو خبریال رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG