د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

نړۍ

ناټو: افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره پېچلې لار په مخکې ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې پوه ناسته کې د خبرو پر مهال
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې پوه ناسته کې د خبرو پر مهال

د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره پېچلې لار په مخکې ده.

ينس سټولټنبرګ په بروکسل کې نن ازادي راډيو ته وويل، په‌دې برخه کې نورو بحثونو ته اړتيا ليدل کېږي: "د سولې د هرې موافقې يو اړخ به دا وي چې موږ څنګه وکړاى شو داسې مېکانېزم ولرو چې موږ ډاډمن کړي چې موافقې ته درناوى کېږي، عملي او تطبيق کېږي. ځکه نو سولې ته رسېدل اسان نه دي، خو موږ مذاکرو ته اړتيا لرو او ضرور ده چې د خبرو له لارې حل لارې ته ورسېږو."

د ناټو سرمنشي وويل چې وسله‌وال طالبان بايده پوه شي چې د جګړې په ميدان کې بريالي کېداى نه شي.

په پام کې ده د ناټو تړون دفاع وزيران سبا د ناټو په مقر کې د افغانستان پر موضوع بحث وکړ.

د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست اسد الله خالد، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکلاس کي هم برخه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه کوي

د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور
د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور

په پام کې ده چې د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې په نننۍ غونډه کې به د اسراییلو پر خاوره د ایران د لومړني مستقیم برید په اړه بحث وشي.

په همدې حال کې پر اسراییلو د نړیوالو فشار هم په زیاتېدو دی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي بېګا وویل چې د دې هېواد پر قلمرو د ایران د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو حملې ته به ځواب ورکړل شي، خو دا چې څنګه جزییات یې ورنه کړل.

که څه هم د ایران حملې په اسراییلو کې زیان نه دی اړولی، خو دا وېره شته چې د غزې له جګړې څخه دا زېږېدلی کړکېچ نور هم پراخ نه شي.

د ایراني پولیسو له‌خوا د جبري حجاب د نوي قانون د تطبیق پر څرنګوالي شکایتونه

له ایراني مېرمنو سره د دې هېواد د پولیسو د چلند یو انځور
له ایراني مېرمنو سره د دې هېواد د پولیسو د چلند یو انځور

په ایران کې د پولیسو له‌خوا د جبري حجاب د نوي قانون د تطبیق څرنګوالي د خلکو شکایتونه پارولي دي.

خلک وايي، پولیس له هغو کسانو سره چې له دې مقرراتو په سرغړونه تورنېږي ناوړه چلند او کله ناکله تاوتریخوالی کوي.

د تهران امنیه قوماندان عباس علي محمدیان ویلي دي چې د اپرېل له ۱۳مې نېټې د حجاب او عفت په نوم د دې نوي قانون د تطبیق لپاره اقدامات به په داسې حال کې چټک شي چې پارلمان دا قانون تراوسه نه دی تصویب کړی.

خو یو شمېر خلکو ویلي چې پولیس د سرغړوونکو په لټه پسې له اوسه د دوی د موټرو ښیښې په ډنډو وهي او ځینو نورو د پولیسو د ګزمو پر وړاندې د خلکو د مقابلې خبر ورکړی دی.

په ځینو راپورونو کې راغلي چې د ایران د فوټبال د نامتو لوبغاړي احمد رضا عابدزاده مېرمن نفیسه لطیفیان او لور یې نګار عابدزاده هم په هغو ښځو کې شاملې دي چې پولیسو د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

د اوکراین پوځ: د روسیې ۹ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

ارشیف
ارشیف

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې نهه بې پیلوټه الوتکې یې چې نن سهار پر دې هېواد وتوغول شوې ټولې ویشتلې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکې د خرسون، میکولایف، خمیلینسکي، پولتاوا، چرکاسي او دنیپروپیتروفسک سیمو په فضا کې له منځه یووړل شوې.

روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملو ته زور ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسیې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی او له دې هېواد سره د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرستې لایحه په کانګرس کې د جمهوریپالو وکیلانو د مخالفت له کبله بنده پاتې ده.

د امریکا د استازو جرګې مشر د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د مرستې ټولولو هڅې پيلوي

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن په روانه اوونۍ کې د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د متحدو ایالتونو د مرستې د ملاتړ په هدف هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي جانسن پرون د هغه پلان جزییات روښانه کړل چې له مخې به یې دا بسته د تصویب لپاره په جلا ډول رایې اخیستو ته وړاندې شي او په دې توګه به د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ اړوند دا اختلاف راکم شي.

د استازو جرګې د جمهوریپال مشر دا اقدام، د دې لایحې چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د محافظه کارو د مخالفت له کبله په جرګه کې بنده پاتې ده، د تصویب لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

ټېسلا شرکت خپل ۱۰ سلنه کارکوونکي کموي

ټېسلا شرکت
ټېسلا شرکت

ټېسلا شرکت خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې څه باندې لس سلنه کاري ځواک به ژر له دندو لیرې کړي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې ، دغې کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته په لېږل شوي یادښت کې د خپلې طرحې جزیات ورکړي دي.

د ټېسلا شرکت مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، په هرو پنځو کلونو کې اړتیا ده چې د شرکت په کاري جوړښت له سره غور وشي او کاري ځواک یې کم شي.

ټېسلا په نړۍ کې د برېښنایي موټرو د تولید یوه لویه کمپنۍ ده.

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

د اسراییل لوی درستیز: د ایران د بریدونو ځواب به ورکړو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرتسي هالوی ویلي، هېواد به یې د ایران هوایي برید ته ځواب ورکړي.

هغه د دوشنبې په ناوخته په نواتیم هوایي اډه کې د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د پيلوټانو په حضور کې وویل، پر اسراییل د ایران برید له ځواب ولري، خو وې نه ویل چې څه وخت او څه ډول ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران غوښتل د اسراییل ستراتیژیکو وړتیاوو ته زیان ورسوي.

بل لور ته د نړۍ مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ایران د تېرې شنبې په شپه په اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې وشول چې ایران یې اسراییل ته منسوبوي.

د اپریل د لومړۍ نېټې په هغه برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د سپاه پاسدران انقلاب د یوه جنرال په ګډون د دغې ډلې ۷ غړي هم په کې شامل وو.

پاکستان: د بارانونو او تلندې تلفات ۴۹ تنو ته رسېدلي

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

په پاکستان کې د بارانونو او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مړه شوي دي.

چارواکو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غنمو په لو بوختو کروندګرو باندې تندر پرېوت.

هغه زياته کړه چې په روانه اونۍ کې د زياتو بارانونو وړاندوينه شوې ده.

په افغانستان کې هم چارواکو د سېلونو له کبله د لږ تر لږه ۳۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.

سپینه ماڼۍ:غزې ته د بشري مرستو استول زیات شوي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو اندازه د پام وړ زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) ویلي، متحده ایالتونه باید د دغو مرستو د دوام شاهد و اوسي.

رویټرز خبري اژانس له یوې امریکایي خبري شبکې ( MSNBC ) سره د جان کربي د مرکې په حواله ویلي، څه باندې دوه سوه لارۍ مرسته غزې ته رسیدلې او دې ډله کې یوازې سل لارۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته تللي.

په غزه کې د حماس او اسراییلي پوځیانو څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

حماس چې اروپایې ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، ویلي چې دغې جګړه کې نژدې ۳۴ زره کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپیان او ګڼ شمېر بې ځایه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG