د «مخکښې ښځې» پهدې خپرونه کې مو تاجور کاکړ مېلمنه ده.
هغه په اصل کې د کندهار اوسېدونکې ده. په کندز ولایت کې یې زدهکړې کړي او لومړنۍ دندهیې هم د ښوونکې په توګه په کندز کې پیل کړه.
نوموړې د تاجور کاکړ د ښوونځي تأسیس کوونکې ده. شااوخوا ۴۵ کالهیې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې کار کړی دی.
هغې د پوهنې په برخه کې زیات فعالیتونه ترسره کړي، د معارف په برخه کې د وزارت مشاوره پاتې شوې.
نوموړې په افغانستان کې د مجاهدینو په دوره کې ځینې انتقادي لیکنې هم کړي او چاپ کړې دي چې له همدې کبله زیاتو کسانو وګواښله آن زنداني شوه.
تاجور کاکړ، هغه مېرمن ده چې د افغان سولې په مذاکراتو کې هم په مستقیمه توګه دخیله ده.
د ناروې، سويډن او هالند هېوادونو څخهیې د خدمت جایزې ترلاسه کړي او په ځلونو یې په افغانستان کې د مخکښې ښځې په توګه یادونه شوې ده.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: