د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام

بنګله‌دېشی لوبغاړی: ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو

بنګله‌دېشی لوبغاړی شکیب‌الحسن
بنګله‌دېشی لوبغاړی شکیب‌الحسن

د بنګله‌دېش لوبغاړی شکیب‌الحسن وایي‌، ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو.

شکیب‌الحسن افغانستان سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

۵۱ منډې یې وکړې او پنځه افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.

هغه له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ډاډه نه‌و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده."

دا پنځم ځل دی چې بنګله‌دېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سالنګ کې واوره ورېږي، خو لاره خلاصه ده

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د ادارې مسولین وایي که څه هم په جنوبي سالنګ کې د واورې ورېدل دوام لري خو لاره د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ نه ده تړل شوې.

د دې ادارې اجرایه مدیرسمع الله نن ازادي راډیو ته وویل چې څلورعملیاتي ډلې یې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې سخت د واورو په توږلو لګیا دي.

هغه وویل چې که د واورې د ورېدو شدت کم شي، ښایي څوساعته وروسته ټریلرونو ته هم په دې لارې د تېرېدو اجازه ورکړي.

اصغر افغان بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

اصغر افغان وړاندې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وو.
اصغر افغان وړاندې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، اصغر افغان یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.

نوموړی به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي نن په کابل کې په یوې خبرې ناستې کې وویل، دغه پرېکړه د کرکټ لوبې د پیاوړتیا په هدف شوې ده.

پخوانی کپتان راشد خان به تر دې وروسته د اصغر افغان مرستیال وي.

کوربه انګلستان د کرکټ په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ په وړاندې

د انګلستان د کرکټ لوبغاړي
د انګلستان د کرکټ لوبغاړي

د کرکټ د نړیوال جام وروستۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده.

دا د کرکټ د سږني نړیوال جام اته څلوېښتمه او وروستۍ لوبه ده.

انګلستان د دې لوبې کوربه دی او په نننۍ لوبه کې یې په سلو کې پنځه اویا د بریالیتوب اټکل کېږي.

له دواړو ټیمونو څخه یو هم تر اوسه پورې د کرکټ د نړیوال جام اتلولي نه ده ترلاسه کړې او په دې توګه به د نننۍ لوبې ګټونکی که هر ټیم وي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د نړیوالو سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت دوه بجې د لندن د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د کرکټ جام دوهمه نيمه پايلوبه د اسټراليا او انګلستان ترمنځ ده

د انګلستان د کرکټ لوبډله
د انګلستان د کرکټ لوبډله

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام دوهمه نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل نن د اسټراليا او انګلستان ترمنځ کېږي.

د برمنګهم په لوبغالي کې به دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيل شي.

د دې مسابقې ګټونکى ټيم به پايلوبې يا فاينل مسابقې ته لار پيدا کوي.

په لومړۍ نيمه پايلوبه کې پرون د چهارشنبې په ورځ نيوزلنډ وتوانېد هندوستان ته ماتې ورکړي او پايلوبې ته لار پيدا کړي.

نيوزيلنډ په‌دې مسابقه کې هندوستان ته د ٢٤٠ منډو هدف وټاکه.

ډېرو فکر کاوه چې هندوستان به وکړاى شي، هدف په اسانۍ پوره کړي، خو د نيوزيلنډ بالرانو د لوبې په پيل کې د هندوستان تکړه لوبغاړي وسوځول او مسابقه يې د ځان په ګټه تمامه کړه.

د دغه نړيوال جام پايلوبه را روانه يکشنبه د لندن په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د هند او نیوزیلنډ د کرکټ ځنډیدلې نیمه پایلوبه بېرته پیل شوه

د هند د کرکټ لوبډله
د هند د کرکټ لوبډله

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د هندوستان او نیوزلنډ تر منځ لومړۍ پایلوبه چې د باران له امله ځنډېدلې وه بیا پیل شوه.

تېره ورځ د دې سیالۍ ټاس نیوزلنډ ګټلی و او په خپله د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

نیوزلنډ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ هدف وټاکه.

اوس د یاد هدف په تقیب هندوستان بېټینګ پیل کړی دی، که هره لوبډله دا سیالي وګټي پایلوبې ته لار مومي.

په دوهمه نیمه پایلوبه کې چې سبا به ترسره شي انګلستان او استرلیا لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د کرکټ نړیوال جام: د هند او نیوزلنډ د ټیمونو ترمنځ نیمه پایلوبه

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام نیمه پایلوبه د هند او نیوزلند د ټیمونو ترمنځ روانه ده.

دغه لوبه د انګلستان په مانچسټر کې ترسره کېږي، پچه نیوزیلنډ وګټله او د توپ وهلو پریکړه یې کړې.

نیوزیلنډ په ۳۶ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۳ منډې کړي دي.

هند د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.

نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربه‌توب د جون په ۲۹مه پیل شوی او د جولای په ۱۴مه به ختم شي.

افغان ټیم په‌دې جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته را ستون شو.

نن هند له نیوزیلنډ سره د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کوي

د کرکټ لوبغالی
د کرکټ لوبغالی

د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه نن د هند او نیوزیلنډ تر منځ کېږي.

هند د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.

نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.

د دوی لوبه به د مانچسټر په ښار کې په ځايي وخت په لس نیمو بجو پيل شي.

سبا یعنې چهارشنبه د کوربه انګلستان او اسټرالیا ټیمونه دوهمه نیمه پایلوبه کوي.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربه توب د جون په ۲۹مه پیل شوی او د جولای په څوارلسمه به ختم شي.

افغان ټیم په دې جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته را ستون شو.

هندوستان سبا له نیوزیلنډ سره د کرکټ نيمه پايلوبه لري

ارشیف، ويرات کوهلي او روهیت شرما
ارشیف، ويرات کوهلي او روهیت شرما

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه سبا د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ کېږي.

هند د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو ٧ ګټلي او د درجه‌بندۍ له مخې د جدول په سر کې دى.

نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو په کتار کې وروستی ځای لري.

لومړۍ نيمه پايلوبه سبا په مانچستر ښار کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.

راروانه پنجشنبه د کوربه انګلستان او اسټرالیا ټیمونه دوهمه نیمه پایلوبه کوي.

د نيمه پايلوبو ګټونکى ټيم به پايلوبې يا فاينل مسابقې ته لار پيدا کوي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ولز په کوربه‌توب د جون پر ۲۹مه پیل شوی او د جولای په ۱۴مه به ختم شي.

د افغانستان ټیم د ۵۰ اووره مسابقو په دغه جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته ورسېد.

د کرکټ جام: هند له سریلانکا او جنوبي افريقا له اسټراليا وګاټه

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال نړيوال جام د سياليو په لړ کې پرون شنبه دوه مسابقې وشوې.

لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو د هندوستان او سريلانکا ترمنځ پيل شوه.

لوبه سريلانکا پيل کړه چې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٢ سوه څلورشپېته منډې وکړې.

هندوستان د ٢سوه پنځه شپېتو منډو هدف په اسانۍ، د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

بله مسابقه پرون شنبه مازيګر د جنوبي افريقا او اسټراليا ترمنځ وشوه چې ډېره په زړه پورې وه.

لوبه جنوبي افريقا پيل کړه چې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٣ سوه پنځه ويشت منډې وکړې.

اسټراليا دغه مسابقه د ١٠ منډو په توپير په داسې حال کې وبايلله چې ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د کرکټ په نړیوال جام کې د ګروپي دور وروستۍ دوه لوبې نن کېږي

د کرکټ لوبغالی
د کرکټ لوبغالی

د کرکټ په نړیوال جام کې د ګروپي دور وروستۍ دوه لوبې نن کېږي.

لومړی به هند له سریلانکا سره مخ شي او بیا به استرالیا له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

په نړیوال جام کې پرون پاکستان بنګله دېش ته ماته ورکړې ده، د دوی لوبه د لندن په لارډز لوبغالي کې وشوه.

پاکستان بنګله دېش ته د ۳۱۶ منډو هدف ورکړی و، خو بنګله دیشي لوبغاړو یوازې ۲۲۱ منډې وکړای شوې.

پاکستان که څه هم دا لوبه وګټله، خو ونه توانېد چې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته ووځي، ځکه لا هم د څلورو ټیمونو د وروستي ټیم یعنې نیوزیلنډ له امتیازونو شاته و.

په دې ترتیب په استرالیا، هند او انګلستان سربېره نیوزیلنډ هم په نیمه پایلوبو کې چې له دوشنبې پیلېږي، خپل ځای پوخ کړ.

د کرکټ په نړیوال جام کې چې د انګلستان او ویلز په کوربه توب روان دی، یوازې د سر څلور ټیمونه پاتې کېږي او پاتې نور بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

افغانستان دا وار ښه ونه ځلېد او د ګروپي دور ټولې نهه واړه لوبې یې وبایللې.

افغان ټیم بېرته وطن ته پر لار دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG