د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

ډېلي مېل افغاني رسنیو ته د طالبانو د ګواښ په اړه تبصره کښلې


ارشیف/ په پکتیا کې یو شمېر طالب وسله‌وال
ارشیف/ په پکتیا کې یو شمېر طالب وسله‌وال
  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې افغاني رسنیو ته د طالبانو د ګواښ په اړه یو راپور خپور کړی دی.

طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلامیه خپره کړې چې یو شمېر افغان رسنۍ د دوی د فعالیتونو ضد اعلانونه خپروي او که تر یوې اوونۍ له دې کاره لاس وانه‌خلي بریدونه پرې کوي.

ډېلي مېل لیکلي: طالبانو افغان رسنۍ، ټلوېزیوني او راډیويي شبکې مخکې له دې هم هدف ګرځولي، خو دا لومړی وار دی چې د یوې مشخصې موضوع پر سر دا وسله‌وال رسنیو ته ګواښ کوي.

ورځپاڼې دا مشخصه موضوع په رسنیو کې د حکومت له‌خوا د تمویل شویو اعلانونو خپرول یادوي.

طالبانو په افغان رسنیو مخکې د ځینو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی او دلیل‌یې راوړی چې د دوی په خبره دغو رسنیو د دوی ضد فعالیتونه کول.

د ۲۰۱۶ میلادي کال په جنوري کې د طالبانو له‌خوا د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر برید او د دې رسنیو د اووه کارکوونکو وژل پر رسنیو د طالبانو د مرګونو بریدونو یوه لویه بېلګه یادېږي.

افغان خبریالان او مدافع ډلې بیا وايي چې له خپل دریځ نه په شا کېږي او طالبان دې خپل ګواښونه بېرته واخلي.

د افغان خبریالانو ګڼو مدافع ټولنو او د رسنیو مشرانو د دوشنبې په ورځ په یوه بېړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې دوی د قانون په چوکاټ کې خپرونې کوي او طالبان دې حدود نه‌ټاکي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په اړه یوه مقاله لیکلې چې په‌دې وروستیو کې له طالبانو نیول شوې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې ولسوالۍ د کنټرول له بیا ترلاسه کولو وروسته ځینې هیلې شته چې ښايي په غزني کې جنګونه مخ په ختمېدو وي.

په دوام کې راغلي چې له غله دانو ډکې کروندې په خواجه عمري ولسوالۍ کې پوره ۱۱ میاشتې د طالبانو په کنټرول کې وې.

شااوخوا درې ۳۶۰ افغان پوځیانو دوه اوونۍ مخکې دا ولسوالۍ چې د کابل جَنوب لوېدیځې خوا ته په ۱۵۰ کېلو مترۍ کې پرته ده بېرته له طالبانو ونیوله.

واشنګټن پوسټ لیکي:

غزني په تېرو څو کلونو کې د طالبانو یو له اصلي مرکزونو بلل کېده.

تېر کال به اګسټ میاشت کې دې ډلې په غزني ښار باندې له بېلابېلو خواوو ډله‌ییز برید وکړ چې په جګړو کې د افغان پوځیانو او طالبانو لورو ته سلګونه کسان ووژل شول.

د جګړو په سبب په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات ونه‌شول.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله مقاله کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد خبرې هم خپرې کړي چې ویلي یې دي ملي اردو په ټولو ولایتونو کې له دفاعي حالته تهاجمي حالت غوره کړی او په ترهګرو باندې فشار لا زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG