د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۵

نړۍ

ملګرو ملتونه د داعش د پخواني وسله‌والو په اړه څه غوښتنې لري؟

آرشیف/ په عراق کې یو تن داعشي
آرشیف/ په عراق کې یو تن داعشي

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو مسؤله وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پخوانیو وسله‌والو د کورنیو په زرګونو غړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

میچل بچلیت نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرانېستونکې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو کورنیو د ماشومانو حقونه بیا ډېر تر پښو لاندې شوي.

هغې وویل، د دغو بهرنیانو کورنۍ باید په تدریجي ډول بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي که د نړیوالو قوانینو له مخې د ترسره شویو جرمونو په خاطر مجرم نه‌وي پیژندل شوي.

د بچلیت په وینا د داعش له ۵۵ زرو زیات مشکوک وسله‌وال په سوریه او عراق کې نیول شوي دي.

یو زیات شمېر اروپایي هېوادونه لېواله نه‌دي چې دغه افراد بېرته ومني.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران کې یو پولیس او د بسیج یو قوماندان وژل شوي

ارشیف، بلوچستان کې د ایراني پولیسو پر پوسته برید
ارشیف، بلوچستان کې د ایراني پولیسو پر پوسته برید

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو پولیس او د ښځینه رضاکارو ځواکونو یا بسیج یو قوماندان وژل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په مهرستان ولسوالۍ کې پر یوه پولیس موټر د وسله‌وال برید په پایله کې پولیس، محمد علي شهریاري سخت ټپي شوی و چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړه.

سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس، تسنیم وايي چې پرون (چهارشنبې) وسله‌والو حمله کوونکو د پولیسو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنخ نښته وشوه او حمله کوونکي په تېښته بریالي شول.

د حال‌وش خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي، خو بریدګر نیول شوي نه‌دي.

په سیستان او بلوچستان ولایت کې له څو اوونیو راهیسې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ نښتې او بریدونه روان دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر پولیس وژل شوي دي.

د ترکیې پولیسو د اردوغان حکومت پر یو منتقد ټلوېزیوني چاینل چاپه وهلې

پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه
پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه

د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» په استانبول کې د «هالک ټي‌وي» پر ودانۍ چاپه وهلې او د دې شبکې ژوندۍ خپرونې یې درولې دي.

دا چاینل د رجب طیب اردوغان د حکومت له منتقدانو څخه و.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د هالک ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتلي، کارکوونکو ته‌یې د کار ځای ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او د شبکې د چارو د سمبالولو لپاره‌یې یو سرپرست ټاکلی دی.

د راپورونو له مخې، د دې شبکې ژوندۍ خپرونې په ځايي وخت د سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې بندې شوې او پر ځای یې ثبت شوې خپرونې پیل شوې دي.

د استانبول څارنوالۍ ویلي، دغه عملیات د رشوت اخیستو، درغلۍ او د پیسو سپینولو په ګډون د یو شمېر تورونو په تړاو د څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

د قضايي چارواکو په وینا، د ۱۷ کسانو د نیولو حکمونه صادر شوي او لږ تر لږه ۱۱ کسان نیول شوي دي.

هالک ټلوېزیون د ترکیې له پېژندل شویو مخالفو رسنیو څخه دی او په پراخه کچه د مخالفو ګوندونو، په ځانګړي ډول د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند، دریځونه خپروي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ترکیه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۹م ځای درلود.

هند کې د انتخاباتو کمېسیون ضد اعتراضونو له امله د یوه ګوند ۲ مشران نیول شوي

هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي
هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي

د هند د ډېلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د «کاکروچ جانتا» (سي‌جې‌پي) په نوم د ځوانانو د یوه ګوند دوه مشران د عامه نظم د ګډوډولو په تور د پنځو ورځو لپاره نیولي دي.

۳۰ کلن اشوتوش رانکا او ۲۷ کلن سوراو داس د سې‌شنبې په ورځ د جانتار منتر په اعتراضي سیمه کې له امنیتي خنډونو تېر شول، د هند ملي بیرغ‌یې پورته کړ او وروسته ونیول شول.

دغه ګوند او نورو مخالفو ډلو د انتخاباتو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کړې او دغه کمېسیون‌یې تورن کړی چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن ګوند په ګټه‌یې د رأی ورکوونکو په نوملړ کې لاسوهنه کړې ده.

د انتخاباتو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.

د پارلمان د مخالفانو مشر راهول ګاندي د نیول شویو کسانو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان هم د هند له حکومت څخه غوښتي چې د سوله‌ییزو اعتراضونو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.

د ډېلي پولیسو تر دې مخکې جانتار منتر د هغو ځایونو له نوملړ څخه ایستلی و چې د اعتراضونو د ترسره کولو اجازه په‌کې ورکول کېږي.

پرسعودي عربستان د یمن د حوثیانو تازه بریدونه

د یمن حوثيانو د سعودي عربستان په ظهران او ریاض کې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو او د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو مسوولیت منلی او خبرداری یې ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع نن وویل چې دا بریدونه یې د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی او د سعودي په پلازمېنه کې د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د شنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې کړنې به”هېڅکله هېرې نه کړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.

د رویترز د راپورله مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې روبیو به په هند کې له چارواکو سره د سیمه ‌ییزو او نړیوالو تحولاتو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د یو شمېر اختلافونو له امله ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تړون د وروستي کولو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان له چارواکو سره هم وګوری. له روبیو سره په دې سفر کې به د له دوه سوه زیاتو امریکایي سوداګرو یو پلاوی هم ملګری وي.

روسیې د اوکراین پر پلازمینه نوي بریدونه کړي دي

اوکرایني چارواکي وایي پرپلازمینه کییف د روسیې د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن چهارشنبې د تلې په ۲۲ وویل چې روسي ځواکونو په بالستیک توغندیو په دغه ښار کې د برېښنا څو تاسیسات په نښه کړي و.

د اوکراین د انرژۍ شرکت ډي ‌ټي‌ ای ‌کې د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د کییف د برېښنا یوه مهمه دستګاه په نښه کړې چې له امله یې د دغه ښار لږترلږه په پنځو ناحیو کې برېښنا په بېړني ډول پرې شوې ده.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اوکراین روسیه د هغه اوربند په ماتولو تورنه کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو په اړه اعلان کړی و.

تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي

په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته ټپي شوی کس
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته ټپي شوی کس

په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.

بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.

د ناټو عمومي منشي مارک روته د سې‌شنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.

هغه وویل چې له دغو بریدونو وروسته‌یې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.

دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.

د بلغاریا چارواکو د سې‌شنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.

اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلې پیدا نه کړي

ټرمپ د وینا پرمهال
ټرمپ د وینا پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

هغه چې د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې یوې غونډې ته غږېده ټینګار وکړ چې جګړه به ډېر ژر خلاصه شي.

هغه دا هم وویل چې د تیلو بیې به هم راټيټې شي.

د امریکا ولسمشر یو وار بیا ایران د ترهګرۍ لومړی شمېر ملاتړی وباله.

ټرمپ تېره اوونۍ هم د ایران د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د واشنګتن غوښتنې ومني که نه نور به پاتې نه وي.

د خیبر پښتونخوا والي د دغه ایالت لرې کړای شوي چارواکي له افغان طالبانو سره په اړیکو تورن کړل

 د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي
د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت والي تور پورې کړ چې د دغه ایالت لپاره به تګلارې له کابل، کندهار او جلال اباده جوړېدې، چې په خبره یې نور به دا کار نه کېږي.

کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.

په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.

هڅه مو وکړه چې د کونډي د دغو تورونو په اړه د تحریک انصاف ګوند د ویاندویانو نظر ولرو، خو هغوی تر دې دمه زمونږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.

د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.

د ترکیې استخبارات: د «پي‌کې‌کې» وسله‌وال د عراق شمال کې له څلورو اډو وتلي

د «پي‌کې‌کې» وسله‌والو له لوري له یوې اډې د وتلو مراسم
د «پي‌کې‌کې» وسله‌والو له لوري له یوې اډې د وتلو مراسم

ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پي‌کې‌کې» وسله‌وال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پي‌کې‌کې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.

دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.

د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسله‌‌وال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.

دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف‌یې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.

ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.

خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې ‌وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارل‌یې تأیید شي.

ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG