د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۴

افغانستان

غزني کې د سلطان محمود غزنوي د زیارت په دروازه کې بمي چاودنې شوې

د سلطان محمود غزنوي د زیارت دروازه.
عکس حبیب الرحمن تأثیر اخېستی.
د سلطان محمود غزنوي د زیارت دروازه. عکس حبیب الرحمن تأثیر اخېستی.

د غزني سلطان محمود زیارت مینجور وايي، د دغه زیارت په دروازه کې نن د یکشنبې په سهار دوه چاودنې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې.

د سراج احمد په نوم دغه سپین ږیري منجور ازادي راډیو ته وویل:"سهار شپږ نیمې بجې به وې چې لومړۍ چاودنه وشوه، زیارت ته راغلم، ګورم چې د زیارت دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، وینې توی وې نور خبر نه یم چې څه کیسه ده، خو بیا خلکو ویل چې دوه کسان روغتون ته انتقال شول، نه پوهیږم چې وژل شوي به وي که په ټپیان وي، خو دوه نفره وو."

دولتي چارواکي بیا وايي چې په دغه چاودنو کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي دی.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، زیارت ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، یوازې هغه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې چاودنې یې کولې.

نوري زیاتوي: "سهار وختي دوو کسانو غوښتل چې د سلطان محمود غزني په زیارت کې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو یو ماین چې دباندې یې ځای پر ځای کړی و او غوښتل چې دا بل زیارت ته د دننه انتقال کړي چاودنه یې ورباندې کړې ده چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او بو بل ټپي دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، هغه بل ماین د امنیتي ځواکونو له لوري کشف انتقال او چاودنه ورکړل شوې ده."

تر دې وړاندې د روان کال غوايي میاشتې په ۱۱مه نېټه په غزني کې د مشهور روحاني شخصیت شمس العارفین چې په شمس بابا مشهور دی زیارت هم په بمونو الوزول شوی وو چې تر اوسه پوري یې چا د الوزولو پړه پر غاړه نه‌ده اخېستې خو تر دې وړاندې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د باولحق صاب، د بابا ولي او د غزني مرکز ته څیرمه د سخي صاب زیارتونه هم په بمونو الوزولي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بینیټ حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکولو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د جنوبي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوانتم "ناوي" يپېلای ته د نوبل د سولې جایزې د ورکولو هرکلی کړی دی.

بېنټ د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مېرمن پېلای خپل ټول عمر د عدالت، سولې، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او دی خوښ دی چې د هغې د ارزښتناکو هڅو درناوی شوی دی.

د هغه په وینا، دې خبر د بشري حقونو مدافعانو ته، په ځانګړي ډول په غزه کې له وروستیو پېښو، د ده په وینا له نسل ‌وژنې او د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا له لوري د بندیزونو له لګولو وروسته، نوې هیلې را ژوندی کړي دي. د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په اوسلو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ناوانتم "ناوي" پیلای ته ورکړل شوې ده.

بینیټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت څارنه کوي، تیره اونۍ یې د ماموریت دوره د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

د افغانستان پنځه لوبغاړي په پارا اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شول

د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، د پاراآسیایي لوبو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره له کابله جاپان ته روان شول.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب پنځه لوبغاړي د وزن پورته کولو، پاراتکواندو او د میز پرسرټېنس په برخو کې سیالۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ورزشه منع شوې دي او ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارې له هېواده وتلې دي.

ټاکل شوې چې د پاراآسیایي لوبو پنځم پړاو د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د اکتوبر په ۱۸مه په جاپان کې پیل شي.

د یوه بل خبري له مخې د کندهار د کرکټ جام سیالۍ، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د "عمر سعادت" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې نعمان شاه د غوره لوبغاړي او نجیب‌الله درمل د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شول.

د کندهار جام په سیالیو کې د افغانستان د اوو ولایتونو نهو لوبډلو ګډون کړی و.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله عمان ته ځي

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله نن «د اکتوبر په ۱۰مه» عمان ته سفر کوي، څو له عمان او بنګله‌دېش سره اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نارینه‌وو اسیا جام ته د لوبډلې د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.

د سفر لپاره په اعلان شوي نوملړ کې سهیل خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

افغانستان او بنګله‌دېش ټېسټ لوبه؛ بنګله‌دېش په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې

ارشیف، یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي
ارشیف، یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د بنګله‌دېش لوبډلې ۳۱۷ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دا سیالي، د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په لوبغالي کې کېږي او د افغانستان د لوبډلې کپټاني رحمت شاه کوي.

پخوا د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبډلو کپټاني د حشمت‌الله شهیدي په غاړه وه.

د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او رحمان‌الله ګربز په شمول ډېر تجربه‌کاره لوبغاړي نه‌شته.

افغانستان تر دې وړاندې له بنګله‌دېش سره دوه ټېسټ لوبې کړي چې یوه‌یې ګټلې او بله‌یې بایللې ده.

د بنګله‌دېش لوبډلې چې نجم‌الحسین شانتو یې لوبډلمشر دی، سږ کال استرالیا ته په یوه ټېسټ‌لوبه کې ماتې ورکړې وه.

نن به بنګله‌دېش چې دوه توپ وهونکي لا لري، خپلې لومړۍ پاڼۍ ته دوام ورکړي.

۱۹ افغانان ایران ته د غیر قانوني اوښتو په تور نیول شوي

ارشیف، ایران کې نیول شوي یو شمېر افغانان
ارشیف، ایران کې نیول شوي یو شمېر افغانان

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر وايي، ۱۹ افغانان‌یې چې غوښتل‌یې په غیر قانوني ډول ایران ته واوړي، نیولي دي.

د دې قول اردو دفتر د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په موسی‌اباد سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې په قاچاقي ډول د افغانستان له سرحدي سیمو ایران ته واوړي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د غوریان ولسوالۍ مسئولانو ته سپارل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې دوی په تېرو میاشتو کې لسګونه بې‌اسناده افغانان ایران ته له ناقانونه اوښتو منع کړي دي.

ملګري ملتونه : سږکال تقریبا ۶ لکه ګډوال له ایران افغانستان ته ستانه شوي

د هرات د اسلام کلا بندر ته له ایران څخه یوه راستنه شوې کورنۍ ، ارشیف
د هرات د اسلام کلا بندر ته له ایران څخه یوه راستنه شوې کورنۍ ، ارشیف

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ ( UNHCR) وايي سږ کال څه دپاسه ۵۸۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي .

یاده اداره زیاتوي چې په دغو کسانو کې چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر دریمې ستانه شوي ، ۸۵ سلنه یې اخراج یا ډیپورټ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي تیرکال هم له ایرانه ته ۱.۹ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي و چې اکثریت اخراج شوي و.

دغه اداره وايي د راستنېدونکو کسانو دا لویه کچه په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د روزګار پر لارو چارو فشار زیاتوي، د بې‌ثباتۍ او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوام خطرونه لوړوي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي، چې یواځې د روان زېږدیز کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې ۴۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې لس سلنه یې اخراج شوي.

د افغانستان او بنګله دیش ترمینځ ټیست لوبه روانه ده

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ د ملي ټیمونو ترمینځ په ابوظبي کې ټیسټ لوبه روانه ده.

پچه بنګله دیش وګټله او بیټنګ یې غوره کړ.

د بنګله دیش ټیم تراوسه په ۳۱ اورونو کې ۱۵۲ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځیدلی دی.

د افغانستان د کریکټ بورډ له اعلان سره سم روانه ټیسټ لوبه د اکتوبر په دیارلسمه پای ته رسیږي. له هغې وروسته د افغانستان ، زمبابوې او بنګله دیش ټیمونه د اکتوبر له ۱۷ تر ۲۳ پورې د (ODI) یا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبلړۍ کې سره مخامخ کیږي.

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام کې له درېیو لوبډلو سره سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي

د اسیا د کرکټ شورا د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبو مهالوېش اعلان کړ.

دغه سیالۍ د عمان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په «بي» ګروپ کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او مالیزیا سره دی.

په «اې» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال د کرکټ لوبډلې شاملې دي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام دغه سیالۍ چې اته لوبډلې به په‌کې ګډون کوي، د نومبر په پنځمه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

کابل کې د بزکشۍ د غوره لیګ اتم پړاو؛ بهرني چاپندازان هم ګډون کوي

بزکشي
بزکشي

د افغانستان د بزکشۍ ملي فدراسیون د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ د اتم پړاو د پیل نېټه اعلان کړه.

دغه سیالۍ د ډسمبر په شپږمه، د کابل ښار د «یکه توت» په بزکشۍ میدان کې پیلېږي او د دغه فدراسیون په وینا، بهرني چاپندازان به هم په‌کې ګډون وکړي.

تر اوسه د سیالیو د پای د نېټې او دا چې د کومو هېوادونو چاپندازان به په‌کې ګډون کوي، په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ په اووم پړاو کې د تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو ګډون کړی و.

یوناما: طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې۵۲ ښځې نیولي دي

یوناما وايي، طالبانو د روان کال له جولای تر سپټمبر میاشتې په کابل او هرات ولایتونو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولي او توقیف کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندی ماموریت یوناما نن پنجشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالب چارواکو له خوا د دغو ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما ویلي، دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو په څې په بېلابېلو دلایلو نیول شوي دي.

د اعلامیې له مخې، دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي او بیرته خوشي شوي دي.

یوناما وړاندې ویلي چې د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي توهین او تهدید موارد يې هم ثبت کړي دي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې جنستي تبعیض پایته ورسوي.

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکي د هرات په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې او نجونې د مناسب حجاب د نه درلودو له کبله نیسي او زنداني کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG