د مخکښې ښځې په خپرونه کې د ولسي جرګې غړې انیسه عمراني مو مېلمنه ده.
انیسه عمراني تردې مخکې ۹ کاله په ننګرهار ولایت کې د ښځو رئیسه پاتې شوې چې پهدې ۹ کلنه دوره کې يې د ښځو پیاوړتیا او ځان بساینې لهپاره نه ستړې کېدونکي هلې - ځلې کړي دي.
انیسه عمراني د کابل او ننګرهار په یو شمېر مکاتبو کې د ښوونکې دنده هم پر مخ وړې، په اضطراري لویه جرګه کې د کونړ د خلکو استادې وه او په یو شمېر بهرنیو موسسو کې یې هم کار کړی دی.
هغه وایي، شاوخوا ۲۰ کاله یې په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ځوانانو لپاره ګټور فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړې په اصل کې په کونړ کې زیږېدلې خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازېتوب کوي.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: