د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

ملي ارمان: ایا پاکستان به له چل او فریب نه لاس په سر شي؟


د پاکستان ملي بیرغ
د پاکستان ملي بیرغ

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په پاکستان کې د افغان سولې د ناستې په تړاو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان مثبت رول لوبول حیاتي دی، ځکه پاکستان په دولتي کچه د وسلهوالو طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی دی.

د لیکوال په اند که پاکستان د ستراتیژیک عمق تګ‌لاره بدله کړي او په رښتینولۍ د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغان کړکېچ د سولې لپاره پیل شوی، افغانستان ثبات ته رسېدلی شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي اوس چې د افغان سولې لپاره په سیمه‌ییزه کچه اجماع رامنځته شوې او د جګړې اصلي اړخ امریکا هم د دې واقعیت منلو ته چمتو شوې چې په جګړه کې یې پوځي بریا ممکنه نه‌ده.

لیکوال سپارښتنه کوي نو له دې اجماع سره د اسلام‌اباد یو ځای کېدل، البته چې په رښتینې معنا وي، د سولې د روانو هڅو د لا پیاوړتیا لامل کېدای شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا پاکستان به له چل او فریب نه لاس په سر شي؟

په سرمقاله کې یادونه شوې که دا ځل پاکستان په سمه لاره ولاړ شي او د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په کتو چې ویلي و، ښه خبرونه مخې ته شته دا معنا لري چې ممکن پاکستان له چله لاس په سر شي.

  • اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې باید صادقانه ګام پورته کړي.

لیکوال د افغانستان د سولې په تړاو په پاکستان کې غونډې ته په اشاري سره لیکلي، که پاکستان په رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې شته ستونزې ختمې شي د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي، نو له همدې ځایه دې پيل کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د سیمې هېوادونه په ریښتیا د افغانستان له وضعې اندېښنه لري، خو که افغانان د زعامت او مسؤل حکومت نه بې برخې وي د هغوی لاس‌وهنه لا وضعه خطرناکه کولای شي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې یوازینۍ لاره همدغه ده چې افغان ولس د خپلو ګټو، ملي حاکمیت او برخلیک په ساتلو او ټاکلو کې د واک او مرکز خاوند شي.

  • انیس

او پای کې د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه کوي د سیمې هېوادونه باید فرصتونه له لاسه نه ورکړي، که نه درنده بیه به یې پرې کړي.

XS
SM
MD
LG