د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۱

ای.سي.سي: افغان کرکټ ټيم هغه جادو لا نه ده کړې چې په زیمبابوې کې یې کړې وه


له زېمباوې سره د افغان کرکټ ملي لوبډلې د یوې سیالې انځور

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د وژل شویو کسانو په اړه راپور لیکلی.

ورځپاڼې لیکلي، تېره اوونۍ ټول ټال څوارلس کسان وژل شوي چې پکې اووه پوځیان او اووه ملکیان وو او دا شمېر د څو مخکنیو اوونیو په نسبت د پام وړ کموالی ښيي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان د وضعیت په اړه د یوه شپږ میاشتني راپور د خپرولو پر وخت تېره سې شنبه ویلي وو چې په افغانستان کې خونړۍ امنیتي پېښې له سږ فبرورۍ تر مې پورې د تېر کال د همدې مودې په نسبت اووه فیصده کمې شوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په ننګرهار، بدخشان، پکتیکا، هرات، تخار او پکتیا کې وروستۍ یوه اوونۍ څو پېښې شوې وې.

په بدخشان کې څلور پوځیان وژل شوي چې ویل کېږي د تېرې اوونې تر ټولو لویه مړینه همدا وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه هره اوونۍ د خپلو خبریالانو د راپورونو په اساس په افغانستان کې د وژل شویو کسانو شمېرې خپروي، خو په دې شمېرو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا یو بل ته د مرګ ژوبلو د ور اړولو ادعاوې نه یادېږي.

نېشنل پوسټ:

د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو کاناډايي سرتېرو د یادڅلي د جوړولو لپاره ځای په ډاګه شو.

دا د کاناډا چاپ نېشنل پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

ورځپاڼې لیکلي، له کلونو لانجمنو بحثونو وروسته بالاخره د پنجشنبې په ورځ د کاناډا د مرکزي سیمو کمېسیون اعلان وکړ چې په افغان جګړه کې د وژل شویو کاناډايي سرتېرو یادڅلی به په اوتاوا کې د کاناډا د جنګ د موزیم ختیځ لور ته جوړ شي.

لومړی یو بل ځای د دغه یادڅلي لپاره ټاکل شوی و چې بیا د متقاعدو پوځیانو له نیوکو سره مخ شو.

یوه متقاعد کاناډايي پوځي مارک کمپبل چې دواړه پښې یې په افغان جګړه کې پرې شوي، نېشنل پوسټ ته ویلي چې له دې هرکلی کوي چې بالاخره د یادڅلي لپاره ځای په ډاګه شو او په دې اړه لانجمن بحث پای ته ورسېد.

د کاناډا پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې پای ته ورسېد.

شااوخوا ۴۰ زره کاناډايي پوځیانو په افغانستان کې په دوره یي شکل خدمت کړی دی.

له دې ډلې ۱۶۰ کاناډايي سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

ای سي سي:

یو شمېر ورځپاڼو د شنبې په ورځ د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او هند د کرکټ لوبې ته پام اړولی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا ای سي سي په خپله پاڼه کې لیکلي، افغانستان خپلې تېرې پنځه لوبې بایللي او له هند سره چې مخ پورته روان دی، خپله شپږمه لوبه کوي.

دا لوبه د افغانستان لپاره یو لوی چلنج بلل شوی.

په مقاله کې راغلي چې که څه هم هند خورا قوي ټیم دی او پرانیستونکو لوبغاړو یې ښې لوبې کړي، خو بیا هم د هند د ټیم مدیریت د ځینو مهمو لوبغاړو په ژوبلېدو اندېښمن دي.

د بېلګې په توګه، د هند د پرانیستونکي بیټسمن شیکر داون یادونه شوې.

د شیکر لاس ژوبل شو او له نړیوال جامه ووت.

د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، افغانستان هغه جادو تر اوسه نه ده کړې چې د کرکټ د نړیوال جام په غوراوي پړاو کې يې په زیمبابوې کې کړې وه.

دې شورا لیکلي، افغانستان د انګلستان په وړاندې پوره پنځوس اورونه ولوبول او د هند په وړاندې لوبه کې هم باید همدا کار وکړي.

XS
SM
MD
LG