د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون څرنګوالی او د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر


ارشیف، یوه مېرمنه چې په کندهار کې یې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون کړی, Afghanistan, 27 October 2018.
ارشیف، یوه مېرمنه چې په کندهار کې یې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون کړی, Afghanistan, 27 October 2018.

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پای او په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون څرنګوالي ته ځانګړی کړی دی.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر چې د جوزا په ۱۸مه پيل شوی، شااوخوا ۲۰ ورځې یې دوام وکړ او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ۷۰ زرو زیاتو کسانو تقویتي نوم‌لیکنه کړې.

د انتخاباتو یو شمېر ناظر بنسټونه وايي چې پلان او مصرف ته په کتو کمو خلکو تقویتي نوم‌لیکنه کړې.

په‌دغه پروګرم کې په همدې مسایلو تمرکز شوی.

دا پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG