د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د پاکستان ستراتېژیک اهداف او پالېسي


د پاکستان ملي بیرغ
د پاکستان ملي بیرغ
  • یورو اېشیا ریویو

یورو اېشیا ریویو په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د پاکستان پر ستراتېژیکو اهدافو او پالېسیو تبصره کړې ده.

خپرونه لیکي، داسې معلومېږي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل او ثبات د پاکستان لومړی هدف نه‌دی، بلکې دې هېواد په افغانستان کې د هند د رول د کمولو او د دې هېواد له لارې منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره هڅو ته لومړیتوب ورکړی دی.

یورو اېشیا ريویو لیکي چې په اوږدمهال کې د پاکستان هدف دا دی چې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ایډيالوژیک نفوذ ولري او له افغانستانه د هند لاس لنډ کړي.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان ولسمشر له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې مکرراً خبرداري ورکړي چې که پاکستان د افغانستان سوداګرو ته د واګه لاره خلاصه پرې نه‌ږدي چې خپل مالونه هند ته ولېږدوي، دوی به هم پاکستان ته خپلې ټرانزیتي لارې وتړي.

په هغه صورت کې به پاکستان نه‌شي کولای چې خپل مالونه د افغانستان له لارې، منځنۍ اسیا ته صادر کړي.

خپرونې همداراز د یوه سیاسي څېړونکي، ادریس ستانکزي خبرې خپرې کړي چې ویلي یې دي چې پاکستان د جمهور رئیس اشرف غني د کار له څرنګوالي اندېښنه لري ځکه اشرف غني اکثراً پر اقتصادي پروژو کار کوي او په دې ډول پر پاکستان د افغانستان اتکا کموي.

  • د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني مشر، کرام‌الدین کریم په اړه مقاله خپره کړې ده.

دې سازمان ویلي چې پر کرام‌الدین کریم مؤثق تورونه لګېدلي چې د افغانستان د فوټبال د نجونو د ټیم یو شمېر غړي یې له جنسي اړخه ځورولي دي.

په مقاله کې وړاندې لیکل شوي، پر کرام‌الدین کریم چې کومو کسانو تور پورې کړی، له هغوی سره عدالت نه‌دی شوی او له هغوی سره د انصاف کېدو پروسه ډېره سسته روانه ده.

د افغانستان حکومت د ثور په ۲۸مه نېټه د کرام‌الدین کریم د نیولو حکم وکړ، خو هغه لا هم نه‌دی نیول شوی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي چې کرام‌الدین کریم له خپله صلاحیته ناوړه کار اخیستی او د دې نړیوالې ادارې اخلاقي اصول‌یې تر پښو لاندې کړي دي.

له دې امله، کرام‌الدین کریم په کور او نړۍ کې د فوټبال په تړاو له ټولو فعالیتونو منع شوی او یو میلیون ډالر جریمه هم ورباندې لګېدلې ده.

XS
SM
MD
LG