د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د ولسمشر غني لهخوا د بندیانو خوشې کول کوم انتخاباتي کمپاین نه ګڼي او د حسن نیت نوم ورکوي.
د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وايي، دا د سولې په مشورتي لویه جرګه کې له افغان ولسمشر نه د ګډون کوونکو غوښتنه وه.
خو ښاغلی صافی بیا په لوړو پوستونو کې مقرریو ته په اشارې سره وايي چې دا د انتخاباتي کمپاین لپاره هڅه ده او کاندیدان کولای شي چې پهدې برخه کې په ولسمشر فشار راوړي او صلاحیتونه یې محدود کړي.
له ښاغلي صافي سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې پهدې اړه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه ترې پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: