افغانستان
جرمني یوه ډله نور افغان پناه غوښتونکي هم افغانستان ته راستنوي
یو افغان چارواکى وايي چې جرمني په پام کې لري چې يوه ډله نور افغانان هم چې په دغه هېواد کې يې د پناه غوښتنه رد شوې، بېرته افغانستان ته راولېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه چارواکي د جرمني خبري اژانس ته ويلي، په پام کې ده چې د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د سې شنبې په سهار د کابل پر نړيوال هوايي ډګر کېني.
د اژانس په حواله، دا به د ٢٠١٦ میلادي کال له ډېسمبر راهيسې ٢٥مه ډله افغانان وي چې له جرمني افغانستان ته رالېږل کېږي.
په تېرو ٢٤ الوتنو کې ټولټال ٥ سوه ٨٩ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته راستانه کړاى شوي دي.
افغانستان ته د دغو افغانانو ستنول يوه جنجالي موضوع ده.
انتقاد کوونکي وايي، په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي، د هغو پناه غوښتونکو لپاره هم خطرناک دى چې بېرته راستنول کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.
میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.
ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.
مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي
د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.
د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.
د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.
د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه
د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.
لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.
د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ
ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي.
د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.
د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ.
په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده.
دغه پلاوی د کورنیو چارو د وزارت له نشه اي موادو سره د مبارزې د مرستیال عبدالرحمان منیر په مشرۍ نن ازبکستان ته ولاړ.
په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی
طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي.
د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.
له افغانستانه د امریکا د راوتلو د بهیر ارزونې بشپړې شوې
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د راوتلو د ارزونې په لړ کې یې له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي بهیر بشپړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شان پرنیل چې دا ارزونې مخته وړي ویلي دا څېړنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پيل شوي او تمه کېږي چې په معاصر تاریخ کې د امریکا د پوځي عملیاتو نه وروسته تر ټولو جامع ارزونې وي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا د راوتلو په بهیر چې په نتیجه کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ کلکه نیوکې کوي او دا بهیر یو شرموونکی او ګډوډ راوتل بولي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغان ملکیان ووژل.
دا پېښه د دې لامل شوه چې د امریکا حکومت د دې پېښې او په ټولو کې د راوتلو د ماموریت په اړه پراخې ارزونې پیل کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنیل په خپله ایکس پاڼه په یوه مفصل بیان کې ویلي چې تمه ده د ارزونو وړاندیزونه په راتلونکو میاشتو کې دفاع وزیر پیټ هګسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغو ارزونو هدف دا دی چې په پریکړو کې ناکامۍ په ګوته شي او په دې برلاسي شو چې امریکا بیا د داسې غمیزې له تکراره بچ کړو.
قزاقستان پلان لريله افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي
قزاقستان پلان لري چې له افغانستان سره خپله سوداګري په کال کې له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف یوې قزاقۍ راډیو [راډیو جیبک جولي] ته ویلي چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.
توکوموف زیاتوي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یوې باثباته کچې ته رسیدلې، مګر لاهم د قزاقستان صادراتو ته ډیره لیوالتیا لري.
هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول یو لوی هدف دی او د ټرانزیټي لارو له پراختیا پرته به ناممکن وي.
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې اوس مهال قزاقستان په عمده توګه افغانستان ته غلې دانې، اوړه او کرنیزې محصولات صادروي، پداسې حال کې چې له افغانستان څخه یوازې غالۍ او کرنیزې محصولات واردوي.
له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم وروسته تر هغه زیات شوی چې له پاکستان سره لارې وتړل شوې او د طالبانو حکومت له سوداګرو وغوښتل چې بدیلې لارې ولټوي.