د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

دي مېل: امريکا او نړۍ بايد په افغانستان کې د ښځو تر څنګ ودرېږي


دي هېل:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې دي هېل په خپله تازه ګڼه کې په دې عنوان ليکنه خپره کړې چې امريکا او نړۍ بايد په افغانستان کې د ښځو تر څنګ ودرېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د سولې په پروسه کې د ښځو پر رول او د دغه رول پر اهميت تمرکز شوى دى.

په يوه برخه کې يې لولو، د سولې په پروسه کې د ښځو د شاملولو هڅې نه يوازې ښه احساس ايجادوي، بلکې دا هڅې نورې هم متنوع کوي.

وړاندې راغلي، تاريخ څرګنده کړې چې د سولې په پروسه کې د ښځو شموليت پر موافقو د سلا کېدو د بريا احتمال زياتوي او د دغو موافقو د دوام زمينه برابروي.

دي هېل ورځپاڼې په ليکنه کې لولو، د هغو څېړنو له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا شوي، کله چې د سولې په مذاکرو کې ښځې حقيقي رول ولري، د سولې دغسې يوه احتمالي موافقه به تر ١٥ کلونو زياته موده دوام وکړي.

د ليکنې د ليکوال په باور، ځکه نو په افغانستان او نورو ځايونو کې په دغسې مسايلو کې د ښځو د شراکت يقيني کول د ملګرو ملتونو په ګټه دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې په مسئله کې د ښځو پر نقش زيات ټينګار شوى دى.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد شپږ وارې د طالبانو له استازو سره د سولې په اړه خبرې کړي، د اووم وار لپاره هم د دې ډلې له استازو سره ګوري.

ګلوب پوسټ:

د امريکا انلاين خپرونې ګلوب پوسټ په خپله يوه تازه ګڼه کې په افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ يا پوليوضد واکسينو د کمپاين په وړاندې پر پرتو ستونزو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې که څه هم په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د ګوزڼ مثبتې پېښې کمې شوې وې، خو په ٢٠١٨ میلادي کال کې يې شمېر ٢١ ثبت شوی دی.

په ليکنه کې ويل شوي چې په افغانستان کې په ٢٠١١ میلادي کال کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ٨٠ وې، خو په ٢٠١٦ میلادي کال کې يې شمېر ١٣ ته راکم شو.

د ګلوب پوسټ خپرونې په ليکنه، په افغانستان کې تر دې مخکې وسله والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې ماشومانو ته د پوليوضد واکسين ورکولو د کمپاين مخه نيولې وه.

په ليکنه کې د ځينو مذهبي مشرانو او کليوالو ادعا ته هم اشاره شوې چې د ګوزڼ يا پوليوضد واکسينو په تړاو ځينې منفي باورونه لري، دوى فکر کوي چې دغه واکسين ماشومان شنډوي.

خو په ليکنه کې د کندهار د اوسېدونکي يار محمد خبرې هم رااخيستل شوي چې خپله درې کلنه لور راضيه يې يوه کلنيک ته راوستې، هغه ويلي چې د کلي ملا کليوالو ته همدا ويل چې د پوليوضد واکسين يې ايمان کمزورى کوي.

خو يار محمد د خبرو پر مهال خپلې لور ته اشاره وکړه چې د پوليو وايروس فلج کړې او د کلنيک پر کټ بې حرکته غځېدلې ده.

د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو په ګډون د ګوزڼ ضد واکسين له برکته په ماشومانو کې دغه ناروغي چې تداوي يې ناممکنه ده، ختمه شوې ده.

يوازې افغانستان، پاکستان او نايجريا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې لا هم په کې هر کال د ګوزڼ مثبتې پېښې ليدل کېږي.

XS
SM
MD
LG