د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

نیویارک ټایمز: له داعش سره د امریکایي ځواکونو مبارزه سخته او له اندېښنو سره مله ده


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور باندې یوه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دې ډلې په وړاندې د امریکا د خاصو ځواکونو مبارزه سخته او له اندېښنو سره مله ده.

په دوام کې راغلي، دوه کاله مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به داعش په بشپړه توګه د افغانستان له کلیوالي سیمو له منځه یوسي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا ځانګړي ځواکونه همدا میاشت د افغانستان په ختیځ کې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره په جنګ وو او د جنګ د پای ته رسېدو نښه نه لیدل کېږي.

نیویارک ټایمز خپل خبریال ننګرهار ته لېږلی او د هغو او ځینو امریکايي چارواکو په حواله یې لیکلي چې د داعش حضور زیات شوی او جلب او جذب یې تر مرګ ژوبلو زیات دی.

مخکې د امریکا یوه استخباراتي چارواکي ویلي وو چې د اسلامي دولت ترورېستي ډله لوېديځ له افغانستانه ګواښي.

نیویارک ټایمز د دغه مقام د نوم په نه اخیستلو لیکلي چې په کابل کې د داعش وروستي بریدونه ښکاره کوي چې دا ډله کولای شي چې پر متحده ایالتونو او اروپايي هېوادونو برید وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي هم ویلي وو چې په افغانستان کې داعش ډله پر امریکا د برید لېوالتیا لري او عملیاتو دا ډله دومره نه ده ځپلې چې له حملو ولوېږي.

نیویارک ټایمز لیکي، داعش په افغانستان کې که څه هم د دې ډلې د مشرانو له خوا له منځني ختیځه تمویلېږي، خو د سیمې له خلکو پیسې اخلي او له ناقانونه لارو د مخدره موادو په قاچاق او د طبیعي زېرمو په را ایستلو عواید ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، داسې اټکل کېږي چې اوس وخت د داعش ډلې تر درې زرو جنګیالي په افغانستان کې حضور ولري.

کرسشن ساینس مانیټور:

د یوې افغانې قابلې لپاره د ښځو د ژوند ژغورل په دایمي علاقې بدل شوی.

کرسشن ساینس مانیټور خپرونې د یوې افغانې قابلې فیروزې مشتري د ژوند په اړه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي، د طالبانو په وخت کې فیروزه د ۱۲ کلونو وه او له دې چې هغه وخت ښځې له نارینه پرته بهر نه شوې تللی، دې د هلکانو په جامه کې یوه بارداره ښځه چې د دوی ور یې د مرستې لپاره ورټکولی و، تر روغتونه ورسوله.

ښځې د خپل زوی نوم فیروز کېښود.

کرسشن ساینس مانیټور لیکلي، فیروزې له هماغه وخته د بارداره ښځو د لاسنیوي علاقه پيدا کړه.

فیروزه مشتري اوس د لومړۍ مېرمنې رولا غني سلاکاره ده.

دې په ۲۰۰۴ کال کې د قابلګۍ درسونه خلاص کړل او ډېر وخت د نورو دایو یا قابلو په روزلو بوخته وه.

د طالبانو تر پرځېدو وروسته یوازې ۴۶۷ قابله ګانې فعالې وې او اوس دا شمېر ۱۵ زره کسانو ته رسېدلی دی.

کرسشن ساینس مانیټور لیکلي، د زېږون په وخت د افغان مېرمنو د مړینې شمېر په یو لکو کې له ۱۶۰۰ اتو سوو ته راښکته شوی او د ځینو راپورونو په اساس، ان ۴۰۰ ته.

د فیروزې یوې پخوانۍ شاګردې او د افغان قابله ګانو د درې زره کسیز انجمن رئیسې مرسل موسوي کرسشن ساینس مانیټور ته ویلي، کله چې فیروزه مشتري ګورو، ټول تشویقېږو چې خپلو خلکو ته خدمت وکړو.

کرسشن ساینس مانیټور لیکي، دا د فیروزې هڅې وې چې د قابله ګانو خبره یې د کابینې تر مجلسه ورسوله، څو د افغانستان د قابله ګانو لومړنۍ شورا پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG