د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ویسا: امریکا په افغانستان کې سوله غواړي که داعش؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د طالب بندیانو د ازادېدو، د ناټو اوږدمهالي مالي ملاتړ او د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي، د افغان سولې په اړه خبرې تر بل هر وخت چټکې شوي او له امریکا او روسیې نیولې تر ګاونډيو، ټول هېوادونه د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ټول لوري د سولې خبرو ته ظاهراً ځانونه ژمن بولي او مذاکرات د حل یوازنۍ لار بولي، نو بیا ولې د سولې خبرې په جامد حالت کې پاتې دي؟

د لیکوال په باور، د سولې روان بهیر ته په کتو د ګوتو په شمېر له څو مشرانو پرته نور هېڅ لوری هم د سولې د خبرو د بریا لپاره جدي اراده نه لري، بلکې یوازې غواړي چې په ملي او نړیواله کچه سیاست وکړي او امتیاز تر لاسه کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، ملت له ټولو لوریو غواړي چې د سولې له بهیر سره له سیاست کولو ډډه وکړي، ځکه بېځایه سیاست کول هم ممکن دغه بهیر وننګوي او جګړه د څو نورو کلونو لپاره اوږده کړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي، د مسکو او دوحیې وروستیو ناستو ته په کتو ویلی شو چې په افغانستان د سولې ټينګښت تراوسه د شعار تر کچې دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم امریکايي چارواکو ویلي چې د پاکستان په وړاندې یې سیاست بدلون موندلی، خو د ورځپاڼې د لیکوال په اند، وبه کتل شي چې د پاکستان په وړاندې د امریکا پالېسي څه ډول بدله شوې او دا به وکړای شي چې په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې له منځه یوسي او ک نه؟

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، امریکا سوله غواړي که داعش؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکايي جنرال مک‌کنزي وايي چې داعش په افغانستان کې په رښتینې معنا په یوه خطر بدل شوی او تر دې مخکې هم ځينو امریکايي چارواکو په تېره پوځي چارواکو دې ته ورته اندېښنې ښودلې دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم داعش په افغانستان کې فکري بنسټ نه لري، خو له طالبانو سره د سولې تودې هڅې او د هېواد دننه د دوی پر مرکزونو د مرګونو ګوزارونو او د هغوی د یو شمېر خاصو څېرو د وژلو موخه همدغه ده چې نور باید طالبان جبهه داعش ډلې ته پرېږدي.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند، د امریکايي چارواکو له خوا داعش د لوی خطر په توګه یادول او دا چې له طالبانو سره پرسوله سربېره به جګړه دوام لري، له ورایه ښیي چې واشنګټن په افغانستان کې یوازې د جګړې د بیرغ او بڼې د بدلولو په هڅو کې دی، نه د سولې.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د طالب زندانیانو له ازادېدو سره د جګړې په شدت کې هېڅ ډول کموالی نه ‌دی راغلی او نه هم په ‌دې سره طالبان سولې ته هڅول شوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د طالب بندیانو په ازادېدو سره د هغوی لیکې پیاوړې کېږي او دا به د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شي.

انیس:

انیس ورځپاڼې لیکلي، د ناټو اوږدمهالي مالي ملاتړ د افغان ځواکونو روحیه په بېساري ډول پیاوړې کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ناټو له تازه ژمنې سره هغه اندېښنې لېرې شوي چې ګواکې نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې پرېږدي.

ورځپاڼې لیکلي، د دې لپاره چې افغانستان په ځان د بسیاینې په لور ولاړ شي، باید د ناټو مرستې ښه مدیریت شي.

XS
SM
MD
LG