په جلال آباد ښار کې انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر نهو کسانو ته ورسېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې پهدې حمله کې د څلورو پوځیانو په ګډون ټول نهه کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
دی وايي: "په پېښه کې ۹ تنه شهیدان شوي چې یو ماشوم، ۴ پوځیان او ۴ ملکي وګړي پهکې دي. همدا راز ۱۲ تنه ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې ۳ پوځیان، ۳ ماشومان او ۶ نور پهکې دي."
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د درېیو کسانو صحي حالت نازک دی.
له دې مخکې ویل شوي وو چې پهدې چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ننګرهار چارواکو ویلي دي چې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې مازیګر یوه انتحاري بریدکوونکي د سیمهییزو پولیسو پر یوه موټر چاودنه وکړه.
د دې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.
په ننګرهار کې نن شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۸کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا د دې حملې هدف د پولیسو یو ځايي قوماندان وو.
په وژل شويو کې کوچنیان هم شامل دي.
په ننګرهار کې نن د پنجشنبې په ورځ شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي ازادي راډیو ته وويل چې د دې بريد په قربانيانو کې ملکيان او پولیس شامل دي.
دی وايي: "د جلالاباد ښار شپږمې ناحيې فامیلیو سیمې ته څېرمه د پلټنۍ یوه مرکز یا چېک پواينټ ته نېږدې نن څلور بجې د سیمهیيزو پولیسو پر یوه رنجر موټر ځانمرګی برید شوی دی. له دې پېښې اته شهیدان حوزوي روغتون ته لېږل شوي او ۱۱ ټپیان دي. د قربانيانو د هويت په اړه به معلومات وروسته شریک شي."
د ښاغلي خوګياڼي په وینا، په وژل شويو او ټپیانو کې د کوچنیانو په ګډون ملکيان او د پولیسو کارکوونکي شامل دي.