د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د شبرغان ښاريان: بخدی پارک د معتادينو په استوګنځای بدل شوی


د شبرغان په بخدي پارک کې یو شمېر معتادین
د شبرغان په بخدي پارک کې یو شمېر معتادین

د شبرغان ښار بخدی پارک چې اویا کاله مخکې جوړ شوی، د جوزجان یوازينی پارک دی چې د دې ولايت اوسېدونکي به د تفریح لپاره ورتلل، خو اوس د دې پارک په هره خوا کې معتادين ناست وي چې څوک يې نشې کوي او ځينې نور يې بيا نشه‌يي مواد خرڅوي.

نورالله یو له هغو معتادینو څخه دی چې دوه کاله یې په بخدي پارک کې هیروئین څکول، خو اوس د دې ولایت د معتادینو په پنځوس بستريز روغتون کې بستري دی.

دی وايي:"زه د جوزجان ولایت په چمن یا بخدي پارک کې وم، یوه دوست مې راته وویل چې که د ځان درمنله کوئ، نو د معتادینو د درملنې روغتون ته به دې معرفي کړم. ما هم ورسره ومنله او دې روغتون ته ولاړم، اوس خوښ یم چې په‌دې روغتون کې مې درملنه کېږي."

د شبرغان په بخدي پارک کې یو تن معتاد
د شبرغان په بخدي پارک کې یو تن معتاد

د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې بخدی پارک د نشه‌يي موادو د خرڅلاو په مرکز بدل شوی دی.

انجنېرالله داد وايي چې ښايي د نشې کولو بوی موږ او يا زموږ ماشومان په نشو اخته کړي: "سهار چې کله کار ته راځم، نو ګورم چې ټول معتادین په بخدي پارک کې سره را غونډ شوي او هیروئین څکوي. ځینې یې بیا د پارک پر څوکیو ناست وي او چرس څکوي، د چرسو بوی خو ان دا چې تر سړک پورې رسېږي، په‌داسې حال کې چې دا پارک د ولایت په شل مترۍ کې پروت دی. باید دا حالت کنټرول شي، خو که کنټرول نه‌شي، نه پوهېږم چې زموږ او زموږ د ماشومانو راتلونکی به څنګه شي؟"

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د دې ولایت بخدي پارک د معتادینو په استوګنځي باندې اوښتی دی.

دی زیاتوي:"د نشه‌يي موادو له ټولو ډولونو سره مبارزه دوام لري، امنیتي او کشفي ادارو ته لارښوونه شوې چې پر هغو ځایونو عملیات وکړي چې هلته نشه‌يي مواد تولید او خرڅېږي. پولیس د نشه‌يي موادو په کاروبار کې لاس نه‌لري، بلکې له نشه‌يي موادو سره جدي مبارزه کوي او د دې کار لپاره کلکه اراده لري."

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي
د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي

د جوزجان ولایت د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون مسؤل ډاکټر عبدالغفار خوشیوال وايي چې د پروسږکال په پرتله سږکال په‌دې ولایت کې معتادين په سلو کې شل ډېر شوي دي.

دی وايي:"د معتادینو په ۵۰ بستریز روغتون کې هغه کسان بستري کېږي چې عمرونه یې تر ۱۶ کالو ډېر وي. دا روغتون دوې څانګې لري چې یوه څانګه یې معتادو میندو او ماشومانو ته ځانګړې شوې او په بله څانګه کې یې د زړو خلکو درمنله کېږي."

د جوزجان ولایت د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون چارواکي په‌دې ولایت کې د معتادینو د ستونزو پر وړاندې مبارزه د ټولو دخیلو ادارو کار بولي او په‌دې برخه کې د ګډ عملي کار او تبلیغاتي مبارزې غوښتنه کوي.

راپور: عالم رحمانیار

د دې راپور غږېزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG