افغانستان
هالنډ د اوبو بندونو د طرحو په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې هالنډ د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کوچنیو او سترو اوبو بندونو د طرحو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد له پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم پهکې وو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني پهدې ليدنه کې له اوبو څخه د ګټې اخېستنې او د تجربو شریکولو په برخه کې د هالنډ د همکاریو یادونه وکړه او ويې ویل چې اوس د تخصصي بحثونو لپاره زمینه برابره شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني د اوبو د مدیریت او استفادې په برخه کې د هالنډ د بریالیو تجربو یادونه وکړه او ويې ویل، افغانستان اړتیا لري په یادو برخو کې اساسي ظرفیت جوړونه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷ کلیزه او په دې هیواد کې عمومي رخصتي ده
نن د اسد یا زمري ۲۸ مه له بریتانوي امپراتورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ده. د دغې ورځې په مناسبت د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هغې اعلامیه کې چې د دغې ورځې په مناسبت خپره کړې، د افغانستان ټولو وګړو ته یې د دې ورځې د مبارکي ترڅنګ ویلي چې افغانانو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې د وخت استعمار، بریتانوي امپراتوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړاستقلال ومني. هغه همدارنګه د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د پوځي یرغلونو په وړاندې د افغانانو د جهاد یادونه کړې او پرافغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو ته په اشاره یې ویلي چې له نن څخه څلور ورځې وړاندې یې د "فتحې" ورځ ولمانځله. طالبانو د اګسټ ۱۵ پرافغانستان د بیاواکمنیدو ورځ د لویو غونډو په جوړولو او یولړمراسمو په ترسره کولو سره ولمانځله خو د خپلې واکمنۍ په پنځو کالو کې یې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هغاسې چې د جمهوریت په دوره او له هغې مخکې کلونو کې لمانځل کیده، نده لمانځلې. خو عامو خلکو په خواله رسنیو کې دا ورځ ډیره یاده کړې ده.
افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان ترواکمنۍ لاندې د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹ د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته چې د افغان – انګلیس دریمې جګړې ته یې د پای ټکی کیښود، په بهرني سیاست کې خپلواکي ترلاسه کړه.
له لکونو بېځایه شویو افغانانو سره د د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وایي چې په څه باندې یوه کال کې یې په افغانستان کې سوونو زره هغو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسولي چې دې هېواد ته نوي راستانه شوي یا د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.
دې سازمان د سې شنبې په ورځ د زمري په ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې یې له ۳۹۳ زره زیاتو کسانو ته بشري بېړنۍ مرستې رسولې دي.
د دې سازمان په خبره له زیانګالو سره دغه مرستې دې سازمان او د اروپایي ټولنې د بشري مرستو لهخوا برابرې شوي چې پهکې مؤقتي سرپناوې، ابتدایي روغتیایي خدمتونه، ترانسپورټ او د ژوند د نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدې پیسې شامل و.
د «ای او اېم» په خبره، ډېرو هغو کسانو چې مرسته ورسره شوې وه، له افغانستان څخه بهر یې کلونه او ان لسیزې تېرې کړې وې، خو د محدودو امکاناتو او له یوه نامعلوم راتلونکي سره بېرته افغانستان ته ستانه شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، په تېر کال کې افغانستان د راستنېدونکو د بېساري بهیرونو ترڅنګ له پرلهپسې طبیعي پېښو سره مخ شوی چې له املهیې پر زیانګالو ټولنو او بشري مرستندویه خدمتونو فشارونه نور هم زیات کړي دي.
د دې سازمان په خبره، افغانستان لا هم په نړۍ کې د بېځایه کېدو او اوږدمهاله بشري بحرانونو له تر ټولو پېچلو حالتونو سره مخ دی.
اټکل کېږي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲،۷ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شي او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د راستنېدونکو شمېر له ۵،۹ میلیونو اوښتی دی.
افغانستان کې د پولیو د خطر زنګ؛ ۲۲ ولسوالیو کې د واکسین کمپاین دوام لري
د افغانستان په ۲۲ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دوام لري.
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې له میندو او پلرونو غوښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته له زېږون څخه تر څلورو میاشتو پورې یوازې د پولیو د څاڅکو واکسین ورکړي.
د پولیو د واکسین دغه کمپاین د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو، د کونړ په ۷ ولسوالیو، د کابل په ۶ ولسوالیو، د هرات په ۲ ولسوالیو او د فراه په ۲ ولسوالیو کې د دوشنبې له ورځې راهیسې پیل شوی او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.
دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۶ کال راهیسې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیایي خدمتونو اړوند بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه په پراخه پیمانه د افغانانو په بېرته ستنېدو سره د دې خطر شته چې پولیو په هغو سیمو کې چې دغه نوي راستنې شوې کورنۍ مېشت کېږي، په چټکۍ خپره شي ځکه اکثره ماشومان چې نوي راستانه شوي، د پولیو په وړاندې په منظم ډول نهدي واکسین شوي.
د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له نږدې ۲۹ زره کروندګرو د ملګرو ملتونو ملاتړ
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره (یو اېن او ډي سي) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې د هغو ۲۸ زره او ۷۴۱ کروندګرو ملاتړ کړی چې پخوا یې کوکنار کرل.
د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې د مرسته شویو بزګرو نږدې نیمایي یعنې ۴۹ سلنهیې ښځې بللې او ویلي یې دي چې د مالدارۍ د روزلو، د لمریزې انرژۍ د څاڅکي اوبو لګولو د سیسټمونو په وسیله د لیمو او نورو لیمويي مېوو بڼونو جوړولو، د سبزیجاتو کرلو، د اقلیم له شرایطو سره سم ځیرکې کرنې او د سوداګرۍ پراختیا او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې دغه مرستې د دې لپاره شوي چې د دوی لپاره دوامداره او قانوني معیشتونه رامنځته کړي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې په دې هېواد کې د کوکنار پر کر، د مخدره موادو پر کاروبار او قاچاق بندیز ولګېد چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په خبره په ۲۰۲۳ کال کې یوازې په نږدې ۱۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و چې دا د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی ښیي.
دغه بندیز په سلګونو زره هغه بزګر اغېزمن کړي چې د کوکنارو د کر له لارې یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې.
ریچارډ بینت کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله
د افغانستان دبشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله.
ریچارد بینت د سه شنبې په ورځ ( د زمري په ۲۷مه) په خپله ایکسپاڼه د شت برچې کې دکوچنیانو یو ښوونځې ته نږدې دغه چاودنه چې یوځل بیایې د پلازمینې دغه اکثر هزاره میشتې سیمه په نښه کړه وحشتناکه وبلله او په کلکو ټکویې وغندله.
ښاغلي بینت دعاملانو د پیژندلو او محاکمې ته وړاندې کولو لپاره د بشپړو او بې پرې څیړنو په اړتیا ټینګار وکړ.
ځینو رپوټونه وویل چې د مهدیه ښارګوتي سیمه کې د لاسي بم دغې چاودنه کې شاوخوا ۵۲ کوچنیان ټپیان شوي دي.
دکابل امنیه قوماندانۍ وویل چې چاودنه کې یو شمیر کوچنیان سطحي ټپیان شوي او د پیښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره وايي افغانستان کې دښځو حقوقو باندې معامله نه شي کیدای
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما بحوث وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو ۵ کاله وروسته ، افغانستان کې دښځو او نجونو محرومیت باید عادي بڼه اختیار نه کړي.
میرمن بحوث د دوشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۶مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د افغان نجونو او ښځو حقوق د معاملې وړ نه دي او ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقوقو ، عزت او غږ لپاره ددوی ترڅنګ ولاړ دي.
طالبانو ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړې.
وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې، په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیردولتي موسسو کې منع شو.
دغه راز پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو په تګ راتګ او له محرم پرته یې داوږد واټن په سفر هم محدودیت ولګول شو.
طالبانو پاکستان د داعش او طالب ضد وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړ
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د طالبانو پر ضد وسلهوالې ډلې هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي.
هغه دا کار د سیمې د ناامنه کولو یوه هڅه بللې ده.
مجاهد له طلوعنیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای دې د خپلو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
مجاهد زیاتوي چې دوی هېچاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد کار واخلي.
په عین حال کې، پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلاماباد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دغه بورډ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اېکس کې لیکلي چې دروېش رسولي به په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.
اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمانالله صافي، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټي، عرب ګل، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزی هم په دې لوبډله کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا کې ترسره شي.
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د کابل په لوېدیځ کې یوه چاودنه شوې ده.
کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چاودنه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د ۱۸مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې ده.
هغه وايي چې د ابتدايي معلوماتو په اساس یو لاسي بم په یو ښوونځي کې چودلی چې له املهیې یو شمېر کوچنیان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي چې د پېښې په هکله تحقیقات پیل شوي دي.
ځینې رسنیو راپور ورکړی چې پېښه کې شاوخوا ۵۲ کسه ټپیان شوي دي.
تر اوسه پېښه کې د کوم کس د وژل کېدو خبر نهدی ورکړل شوی.
د طالبانو ناراضه قومندان جمعه خان فاتح دولتي ځواکونو ته تسلیم شوی
د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي.
د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی.
جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و.
د راپورونو په اساس د هغه د نیولو لپاره د طالبانو ګڼ ځواکونه له کابل او نورو سیمو بدخشان ته استول شوي وو.
فاتح څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې شکایت درلود چې طالب ځواکونو په نسی کې د ملکیانو کورونو تلاشي کړي او د ده په خبره څو بیګناه کسان یې وژلي.
په بدخشان کې د طالبانو د دې خپلمنځني شخړو سربېره د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو له هغې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې په زیباک کې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي.