د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

هیلۍ اسد: هڅه کوم څو ننګرهار کې ښځو ته د تعلیم او کار زمینې برابرې کړم


هیلۍ اسد د ازادي راډیو د خبریالې پوښتنې ځوابوي
هیلۍ اسد د ازادي راډیو د خبریالې پوښتنې ځوابوي

په افغانستان کې، یو شمېر ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري او داسې نورې ستونزې د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر ښځې له تاوتریخوالي سره مخ شي او هغه امتیازونه چې د دوی حق ګڼل کېږي، دوی ته ورنه‌کړل شي، خو د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو او مدني فعالانو تر ډېره د دې لپاره هڅه کړې چې د دغو ښځو رسا غږ پاتې شي.

دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې مو هم له مدني فعالې هیلۍ اسد سره خبرې کړي دي.

نوموړې د ښځو پر وړاندې د تبعیض ختمولو لپاره په سیمه‌ییزه کچه د مېرمنو، ځوانانو او اړوندو ادارو سره کار کړی دی.

هیلۍ اسد وایي، د ننګرهار ولایت اړوند په فکري دريځ دفتر کې د ښځینه و برخې مشره ده او له دغه لارې یې ګڼو ښځو ته د کار زمینې برابرې کړي.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG