د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۲

شکریه عیسی خېل هوتک: تل مې هڅه کړې، د بغلاني مېرمنو رسا غږ پاتې شم


شکریه عیسی خېل هوتک د ازادي رآډیو د خبریالې پوښتنې ځوابوي.

دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د ولسي جرګې غړې شکریه عیسی خېل هوتک میلمنه ده.

شکریه عیسي خېل په بغلان کې زیږېدلې، د تعلیم او تربېې په برخه کې یې د بغلان پوهنتون څخه، د لېسانس سند ترلاسه کړی او د سیاسي علومو په برخه کې يې په کابل کې ماسټري کړې ده.

اغلې عیسي خېل د ولسي جرګې په پنځلسمې او شپاړسمې دوره کې د بغلان ولایت استازې پاتې شوې، شاوخوا شل کاله یې په دولتي ادارو او مکاتبو کې دنده ترسره کړې.

نوموړې وایي، دا ځل هم هڅه کوي، د بغلاني مېرمنې رسا غږ شي.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG