د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۳

نړۍ

کاناډا: تر ۲۰۲۱ کاله به پلاستیکي وسایل له مارکېټه لیرې کړو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو اعلان کړی چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به د یو وار استفادې لپاره پلاستیکي وسایل لکه پلاستیکي لوښي، پلاستیکي کڅوړې او د څښاک لپاره د پلاستیک پايپونه به له مارکېټه لیرې کړي.

جسټن ټروډو پرون د جون په ۱۰مه، وویل: "زه ډېر خوشحال یم چې اعلان کوم چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به کاناډا هغه ټول مضر پلاستیکي شیان چې د یو وار استفادې لپاره جوړېږي، بند کړي."

د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې تېر کال د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او اروپايي اتحادیې مشرانو د نړۍ د سمندرونو د ککړتیا د مخنیوي موافقه لاسلیک کړه.

خو امریکا او جاپان موافقه نه‌وه کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: له جرمني د مجرمو افغانانو ایستلو ته به دوام ورکړو

ارشیف
ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ په لوېدیځ ښار ټریر کې تېره اوونۍ پر یوه محصل له مرګوني برید وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې په جرمونو محکوم شوي افغانان باید افغانستان ته واستول شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دوبرینټ د سې ‌شنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل: "زه بیا هم دا یو څرګند اړین اقدام ګڼم او د افغانستان په څېر هېوادونو ته د مجرمو کسانو د استولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړم."

هغه زیاته کړه چې ټولنه په څرګنده حق لري تمه ولري هغه بهرني وګړي چې په جرمونو محکوم شوي، له هېواده وایستل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، دی به دغه تګلاره په دوامداره او جدي توګه عملي کړي او هغه څه‌یې رد کړل چې د ده په خبره تل تکرارېږي چې ګواکې له رواني پلوه زیانمن کسان باید د ډیپورټ پر ځای مرستې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: "که لږ په څرګنده‌یې ووایم، موږ د نړۍ هغه برخه نه‌یو چې د ټولو رواني ناروغانو او په رواني اختلالاتو د اخته کسانو مسؤلیت پر غاړه واخلو."

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې تېره چهارشنبه د ټریر پوهنتون ته نږدې یو ۲۲ کلن محصل په چاقو ووژل شو.

یو ۲۲ کلن افغان د مشکوک برید کوونکي په توګه پېژندل شوی دی.

د پلټونکو په وینا، نوموړي د نامعلومو لاملونو له مخې پر عامه سړک د پخلنځي په چاقو لږ تر لږه دوه ځله د محصل د بدن په پورتنۍ برخه برید کړی.

د جرمني د صدراعظم فریدریش میرتڅ په مشرۍ محافظه‌‌کار حکومت تېر کال واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کوي چې په جرمونو کې ښکېل او نور هغه چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي، بېرته افغانستان ته ولېږي.

هغه هم په داسې حال کې چې برلین لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو د هغوی یو شمېر ډیپلوماتانو ته‌یې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې د افغانستان قونسلي چارې مخ ته یوسي.

منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو لورو د پاکستان صدراعظم غوښتنه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له زغم کار واخلي.

د نوموړي له دفتره د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شریف دغه غوښتنه د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره په کتنه کې وکړه.

د اعلامیې له مخې شریف ټولې خواوې دې ته وهڅولې چې له زغمه کار واخلي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې سیمه لا زیاته بې‌ثباته کولای شي.

د اعلامیې په خبره شریف مومني ته ویلي چې پاکستان به بیا هم د یوه منځګړي په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.

د پاکستان صدراعظم دغه غوښتنه وروسته له هغې کوي چې له تېرو څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې امریکا هره شپه پر ایران بریدونه کوي او تهران‌یې هم په ځواب کې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې او نور ځایونه په نښه کړي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ هغه هوکړه چې تېره میاشت‌یې د دواړو لورو ترمنځ بشپړه جګړه ودروله او پاکستان په‌کې مهم رول لوبولی، اوس د بشپړ له‌منځه تلو له جدي خطر سره مخامخ ده.

ملګرو ملتونو پر غزې تړانګې د اسرائیل زیاتېدونکي پوځي بریدونه وغندل

ارشیف، غزه کې د اسرائیل د بریدونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
ارشیف، غزه کې د اسرائیل د بریدونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

ملګرو ملتونو د سې‌شنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرائیل د پوځي بریدونو د زیاتېدو غندنه وکړه او ویې‌ویل چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان چې شپږ ماشومان هم په‌کې شامل دي، په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند، ثمین الخیطان، وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له اعلان څخه نهه میاشتې تېرې شوي، خو لا هم په غزه کې د فلسطینیانو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شته.

د هغه په وینا، د جولای له ۱۳مې څخه تر ۲۰مې پورې د اسرائیل بریدونو د استوګنې ودانۍ، د بې‌‌ځایه شویو خلکو خیمې او ګڼ مېشتې سیمې په نښه کړي چې له امله‌یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې د حماس او اسلامي جهاد ډلې مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو د وژنو دوام، د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو د سرغړونو او د احتمالي جنګي جرمونو په اړه جدي اندېښنې راپارولای شي.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې اوربند ټینګ شوی، تر اوسه په غزه کې له ۱،۱۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په همدې موده کې د ۶۸۵ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.

قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې

قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې.

د قطر دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دوو لیکونو کې د دې هېواد پر خاوره د ایران بریدونه غندلي او د تاوان غوښتنه يې کړې ده.

په لیکونو کې راغلي،" ایران نړیوال حقونه نقض کړي او د بریدونو له کبله د ویجاړیو تاوان دې جبران کړي".

دغه لیکونه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د امنیت شورا دوری مشر زنون موکونګو ته استولی شوي دي.

ایران په وروستیو کې د امریکا په ځوابي بریدونو کې د منځني خیتځ هېوادونه په نښه کوي.

د قطر په ګډون ډیر شمیر دغه هېوادونه د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.

ایران په بحرین کې د امازون شرکت پر یو معلوماتي مرکز برید کړی

په بحرین کې د ایران د بریدونو له کبله اوښتي زیانونه
په بحرین کې د ایران د بریدونو له کبله اوښتي زیانونه

پرون پرله پسې لسمه شپه وه چې امریکا په ایران کې یو شمیر مهمې سیمې وویشتي.

ایراني رسنیو نن سهار وختي په چابهار بندر او کنارک سیمو کې د څو چاودونو راپورونه ورکړل.

تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

ایران پر امریکا په ځوابي بریدونو کې ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امازون شرکت د مرکزي معلوماتو ودانۍ "ډیټا سنټر" ویشتی دی.

د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو نن سهار په یو بیان کې ادعا وکړه چې په کویټ او بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

تراوسه بحرین او کویټ دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

بل پلو، اردن وايي، پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې يې نسکورې کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت: د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي

د امریکا دفاع وزارت وايي، د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي.

د دغه وزارت ویاند شان پارنل پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" په تیرو دوو اوونیو کې نژدې سل امریکايي سرتیري په سرسري توګه ټپیان شوي دي".

د هغه په ټکو،" د دغو سرتیرو نژدې ۹۶سلنه بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي".

امریکا له دې مخکې د ایران په بریدونو کې د دوو امریکايي سرتیرو وژل کیدل تایید کړي وو.

په منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

ارشیف، د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې
ارشیف، د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ماښام د ایران د شېراز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس ویلي، لومړني راپورونه ښيي چې د شېراز ښار په شمال لوېدیځه برخه کې پر یوې سیمې هوايي برید شوی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه اعلامیه نه‌ده خپره کړې.

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې نوی پړاو له نهو ورځو راهیسې روان دی او ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د ختیځ او لوېدیځ اذربایجان او بوشهر ولایتونو پر ځینو سیمو د بریدونو خبر ورکړی و.

بل‌خوا د کوېټ پوځ د دوشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره شول، اعلان وکړ چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د نوې څپې پر وړاندې دفاع کوي.

د کوېټ پوځ په یوه اعلامیه کې دا بریدونه ایران ته منسوب کړي دي.

د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې، د ایران وسله ‌والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې پرله‌پسې کوېټ او بحرین په نښه کړي دي.

کویټي چارواکو ویلي چې دغو بریدونو ځینو ملکي تأسیساتو ته زیان رسولی دی.

په عین حال کې راپورونه وایي چې د عمان اوبو ته نږدې دوه د نفتو ټانکرونه هم تر برید لاندې راغلي دي.

د یونان د کښتۍ چلونې شرکت "ډایناکام ټانکرز" ویلي چې د دغه شرکت تر مدیریت لاندې دوه د نفتو ټانکرونه د دوشنبې په ورځ د عمان ساحلي اوبو څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلل.

د امریکا او ایران ترمنځ د نهمې پرله‌پسې شپې متقابلو بریدونو له دوام وروسته، د خامو نفتو نړیواله بیه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره هر بېرل له ۹۰ ډالرو واوښته.

په نړۍ کې د تېلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو څخه واوښته

په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او ایران د پرله ‌پسې نهمې شپې لپاره پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ، د برېنټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو واوښته. د امریکا د اومه تېلو بیه هم څه باندې ۲ سلنه لوړه اود هر بېرل بیه یې څه باندې ۸۴ ډالرو ورسیده.

هغه راپورونه چې وایي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر کم شوی هم په نړۍ کې د تېلو د بیو د لوړېدو لاملونه ګڼل کیږي.

د جولای په ۲۰مه، د اسیا په بازارونو کې د امریکا ډالر هم د ډېرو مهمو نړیوالو اسعارو پر وړاندې یوڅه پیاوړی شو.

امریکایي ډالر د جاپاني ین پر وړاندې ۱ سلنه لوړ شو چې دا په تېرو ۱۱ ورځو کې تر ټولو لوړه کچه ده. د جیوپولیټیکي کړکچ د زیاتېدو له امله اکثره پانګه ‌وال خوندي شتمنیو ته مخه کوي.

په ټوله کې د اسیا د ونډو بازارونو هم نن دوشنبې خپله کاري اوونۍ د ارزښتونو په کمېدو سره پیل کړه.

په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو

د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم د مړینې احتمال زیات شوی دی. سنټکام د جولای په ۱۹مه په خبرپاڼه کې وویل چې په عراق کې امریکايي سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د ایران د یوې راپرځېدلې بې ‌پیلوټه الوتکې ناچاودې مهماتو ته یې په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکوله. د پوځ په خبره په دې پيښه کې یو بل سرتیری برسیرن ټپي شوی چې اوس تردرملنې لاندې دی. سینټکام دغه راز وویل چې پرایران یې د نهمې پرله پسې شپې بریدونه پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د ایران پر ځینو پوځي ځایونو دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شول چې په هرمزتنګي کې په تیریدونکو سوداګریزو کشتیو د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې کړي.

په عین حال کې سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو ویلي چې په کویټ، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پراډو بریدونه کړي دي.

هسپانیا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام اتلولي وګټله

هسپانیا د دې جام په پایلوبه کې چې تیره شپه د امریکا د نیوجرسي په لوبغالي کې ترسره شوه، ارجنټاین ته یوـ صفر ماتې ورکړه.

دواړو ټیمونو د لوبې په عادي وخت، نوي دقیقو کې کوم ګول ونه واهه خو د اضافي وخت په ۱۰۶ دقیقه کې د هسپانیا لپاره یوازنی ګول فیران توریز وواهه او د خپلې لوبډلې لپاره یې د دې جام اتلولي خپله کړه. هسپانیا تردې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG