د نیمې نړۍ پهدې خپرونه کې له هغو ښځو سره غږیږو چې د اختر په ورځو کې لا هم په دنده بوختې دي او یا د کور له کارونو دومره ستړي شوي چې د خپلو خپلوانو د لیدو کاتو وخت هم نهلري.
- ولې ځينې کورنۍ له هغو ښځو سره چې له کوره بهر کار کوي، د اختر په ورځ نه یوازې همکاري نه کوي بلکې پیغورونه هم ورکوي؟
- د خوشحالۍ له ورځو لېرې پاتې کېدل د ښځو په روحي او رواني حالت څه اغېزې پریباسي؟
- او څه وکړو، تر څو هم ښځې له خپلوانو سره اختر مبارکي وکړای شي او هم یې د مېلمنو قدر او عزت وشي؟
جوړوونکې: فرشته غني