د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۳

نړۍ

د انګیلا مېرکل ګوند پر روسیې د بندیزونو د نرمولو غوښتنه رد کړه

د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل

د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل د کرسچین ډموکراټ ګوند مشرتابه پر روسیې د بندیزونو د نرمولو لپاره د خپل ګوند د غړو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې بندیزونه باید تر هغه دوام وکړي چې مسکو په کریمیا او د اوکراین په ختیځ کې بدلون نه وي راوړی.

د ګوند مشرې انګریت کرامپکارین باویر پرون شنبه وویل، تر څو چې د روسیې چلند بدل شوی نه وي، له دې هېواد سره په اقتصادي همکارۍ کې د بدلون امکان نشته.

تر ده مخکې د کرسچین ډموکرات ګوند غړي او د ساکسوني ایالت والي مایکل کریټس شمير په پټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي وو چې د ښو اړیکو لپاره پکار ده چې جرمني پر روسیې بندیزونه پای ته ورسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي

ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.
ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.

په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".

د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."

له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.

د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.

امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول

آرشیف
آرشیف

د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.

د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."

بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.

ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.

روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې

کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید
کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید

روسي بې‌پیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بې‌پیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".

د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.

دا ۱۰مه پرله‌پسې ورځ ده چې روسي بې‌پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.

د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.

امریکا دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو مشر پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه

د جایزې په اړه د  امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د جایزې په اړه د امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د امریکا حکومت دهغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دسایبري عملیاتو مشر امیریاریاب ورباندې وپیژندل شی یا یې ځای معلوم شي لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايی نوموړی د سایبري عملیاتو د قوماندانۍ ترڅنګ د "شهید همت" او "شهید شوشتري"، ډلو په شمول د څو نورو ډلو څارنه هم کوي.

بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" د پروګرام په ترځ کې دغه جایزه اعلان کړې او زیاتوي چې دغه ډلې په امریکا ، اروپا او منځني ختیځ کې د زیربنايی مهمو تاسیساتو په وړاندې سایبري عملیاتو کې لاس لري.

د نیپال او چین د سېلابونو ویجاړۍ؛ د لادرکه شویو شمېر نږدې ۵،۱۰۰ ته ورسېد

د چین او نیپال ترمنځ د پولې د سېلابونو ویجاړۍ
د چین او نیپال ترمنځ د پولې د سېلابونو ویجاړۍ

نیپال کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد او چین په پوله د سېلابونو په نتیجه کې د لادرکه کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۳ تنو ته ورسېده.

چارواکو وویل چې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱،۲۵۹ تنه مړه شوي دي.

بل‌خوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین دولتي رسنیو هم ویلي چې په تبت کې ۲۱ کسه مړه او ۵۴۱ تنه نور لادرکه شوي دي.

په دې سره په دواړو هېوادونو کې د دغو ویجاړوونکو سېلابونو د مړو شویو کسانو شمېر ۱،۲۸۰ تنو او د لادرکو کسانو شمېر ۵ زرو او ۶۲۴ تنو ته رسېږي.

ناروې په شمالي قطب کې د روسیې یوه بېړۍ توقیف کړې

د ناروې له لوري د روسیې توقیف شوې بېړۍ
د ناروې له لوري د روسیې توقیف شوې بېړۍ

د ناروې حکومت د اوکراین د «نفت‌وګاز» دولتي شرکت لپاره د ۴ میلیارده ډالرو د تاوان د ورکړې د حکم د عملي کولو په اساس، یوه روسۍ بېړۍ د شمالي قطب د سوالبار مجمع‌الجزایر ته نږدې توقیف کړې ده.

دا توقیف د هغه حکم پر بنسټ شوی چې په ۲۰۲۳ کال کې د هاګ یوې محکمې صادر کړی و.

د حکم له مخې، روسیه باید د کریمیا د هغو شتمنیو د مصادرې په بدل کې «نفت‌وګاز» ته ۴.۲۲ میلیارده ډالر، له ګټې او حقوقي لګښتونو سره ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې د کریمیا له الحاق وروسته روسیې ضبط کړي دي.

مسکو تر اوسه دغه پیسې نه‌دي ورکړي.

د «نفت‌وګاز» وکیلانو مخکې له دې چې د «پروفیسور مولچانوف» په نوم دغه بېړۍ سوالبارد ته ننوځي د ناروې له یوې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دې بېړۍ د توقیف او جبري پلور امر صادر کړي.

محکمې دغه غوښتنه منلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناروې دغه اقدام «سمندري غلا» بللې ده.

د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو

د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو.

بي بي سي انګلیسي پرون چهارشنبې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د الکساندر هریس جسد په خیبرپښتونخوا کې موندل شوی دی.

هریس چې د انګلستان د برمنګهم ښار اصلی اوسیدنکی دی، د تیرې شنبې په ورځ هغه مهال ورک شو چې غوښتل يې د خیبرپښتونخوا "موسي کا مصلی" غره ته پورته شي.

په سیمه کې یو چارواکي خالد اقبال ویلي، " د لټون په عملیاتو کې تر ۳۰ ډیر کسان ښکیل وو او د هریس جسد په ځنګل کې موندل شوی".

د اقبال په ټکو،" احتمال لري چې غره ته د ختو پرمهال د هریس پښه ښوییدلي وي او لویدلی وی".

هریس په اسلام اباد کې د ادم سمیټ په نوم یو نړیوال مشورتي شرکت سره کار کاوه.

هریس د ایرلنډ تابعیت هم درلود.

د اوکراین ولسمشر په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده.

پرون چهارشنبې د اوکراین په پلازمینه کیف کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ادارې (اس‌بي‌یو) او استخباراتي ادارې کارکوونکو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه.

عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه کې يې څو ټپي کسان لیدلي دي.

تراوسه د نښتې لامل معلوم نه دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا نښته د "شرم وړ" کار بللی دی.

د هغه په ټکو، اوکرایني سرتیري یوازې پر "روسي یرغلګرو" ډزې کولی شي.

چارواکو ویلي، د نښتې په اړه څیړنې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ: هر کله چې وغواړو پر ایران برید کولای شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هر کله چې وغواړي پر ایران برید کولای شي.

ټرمپ پرون چهارشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" د ایران خلاف به پوځي عملیات ډیر دوام ونه کړي، خو هرکله چې وغواړو بیا پر ایران برید کولی شو".

د هغه په ټکو،"د ایران حکومت ورځ تر بلې کمروزی کیږي".

ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل،" د ایران ټول پوځي او دفاعي تجهیزات مو له منځه یوړل".

د امریکا پوځ د تیرې سه شنبې په ورځ د ایران پر یو شمیر جنوبي ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

ایراني چارواکو ویلي و چې په دغو بریدونو کې په لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
خو د امریکا پوځ بیا پر ملکیانو هر ډول بریدونه رد کړي دي.

د امریکا پوځ ایران کې پر یوه واده د برید ادعا رد کړه

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري

وروسته له دې چې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سې ‌شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د یوه واده‌ په مراسمو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، د امریکا پوځ پر ملکي وګړو د برید ادعا رد کړه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز، د ازادي راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي: "موږ له هغو راپورونو خبر یو چې سرچینه‌یې ایراني دولتي رسنۍ دي. د پاسدارانو برعکس، د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په بندر کوهستک کې د د یوه واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یو ماشوم په شمول څلور کسان، وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو د امریکا بریدونه غندلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د راکټي برید په غبرګون کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG